د لاس رسي وړ اتصالات

عمرخیل : طالبان غواړي د داعش د ختمولو دپاره له روسیی سره لاس یو کړي


د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په سرحدي سمیو کې چې په ځنګلونو پوښلې ده، د دولت مخالفې وسله والې ډلې په کې نویو جذب شویو کسانو او خپلو وسله والو ته نظامي زده کړې ورکوي، خو د سیمې خلک دا هم وايي چې وسله وال طالبان اوس په نویو وسلو هم مجهز شوي دي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي وايي چې طالب وسله وال ددغې ولسوالۍ په ځنګلونو کې چې له تاجکستان سره په سرحد کې پراته دي نویو جذب شویو وسله والو ته نظامي زده کړې ورکوي، هغه زیاتوي د طالبانو ۴۵ نظامي ډلګۍ چې د سیمې خپل اوسیدونکي دي په دغه سیمه کې فعالیت کوي چې ټول شمیر یې۶۵۰ تنو ته رسیږي.

د سیمې خلک دا هم وايي چې وسله وال طالبان اوس په نویو وسلو هم مجهز شوي دي.
د سیمې خلک دا هم وايي چې وسله وال طالبان اوس په نویو وسلو هم مجهز شوي دي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي وايي: (( په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د هغو وسله والو شمیر چې د سیمې اوسیدونکي دي ۶۵۰ تنه دي، چې دغه وسله وال په ۴۵ ګروپونو ویشل شوي دي، دوي په راکټونو، پیکا، کلاشینکوف، هاموي ټانکونو، او درنو وسلو باندې مجهز دي، بغیر له ضربتي ټانکونو او ډي سي توپونو ؛ ټوله هغه وسله چې افغان ځواکونه یې لري دوي یې هم لري.))

هغه زیاته کړه: (( د ځنګله سیمه د پخوا په څیر د هغوي په واک کې ده، د تاجکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سیمه ده، هغوي هلته د نظامي زده کړو مرکز لري، چې ترهګر په کې روزي.))

قریشي وايي چې که د امام صاحب په ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د نظامي روزنې مخه ونه نیول شي، نو سږ کال به د ونو په شنو کیدو سره امنیتي وضعیت نه ننګونې زیاتې شي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وايي چې وسله وال طالبان غواړي د داعش د له منځه وړلو په خاطر له روسیی سره لاس یو کړي او له هغوي څخه مرستې تر لاسه کړي، هغه زیاتوي چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي، او طالبان به سږ کال د کندوز امنیت ته کومه ستونزه جوړه نه شي کړای: (( دوي څو ځل وغوښتل د امو له سیند څخه ځینې مسایل هغې خوا واړوي، مګر دا کار یې ونه کړای شو، دوي اوس له داعش سره مخالفت کوي او روس په دې قانع کړي چې دوي ته لاس ورکړي.))

امام صاحب له تاجکستان سره اووږد سرحد لري، په دغه سرحدي سیمه کې د امو سیند څانګې څانګې بهیږي
امام صاحب له تاجکستان سره اووږد سرحد لري، په دغه سرحدي سیمه کې د امو سیند څانګې څانګې بهیږي

د امام صاحب ولسوالۍ خلک هم په دغه سیمه کې د مخالفینو د قوي کیدو یادونه کوي او وايي چې ددغې ولسوالۍ بازار ته نزدې سیمې هم امن نه دي: (( طالبان اوس د ولسوالۍ په درې کیلومترۍ کې موجود دي او د خلکو غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې باید سیمه امن کړي.))

ناتاید شوي راپورونه وايي چې په کندوز کې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ته د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه نظامي مرسته رسیږي.

په دې وروستیو کې د ملي امنیت د شوار مشر حنیف اتمر هم د ټولو هغو اندیښنو په اړه روسیې ته سفر کړی چې په سیمه کې موجود دی، دملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ددغو انديښنو په اړه امریکاغږ ته وویل: (( د ملي امنیت دشورا د مشر یو هدف همدا و چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو تر منځ سرحد مصون شي او د قاچاقبرانو مخه ونیول شي.))

امام صاحب له تاجکستان سره اووږد سرحد لري، په دغه سرحدي سیمه کې د امو سیند څانګې څانګې بهیږي چې په منځنیو وچو کې یې پراخه ځنګلونه پراته دي. چارواکي وايي چې دغه ځنګلونه د وسله والو طالبانو د نظامي تمریناتو لپاره مناسب ځایونه دي چې باید مخه یې ونیول شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG