د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي امریکا او مصر به د افراطي مسلمانانو په ضد مبارزه وکړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په سپنې ماڼۍ کې د دوشنبې د ورځې په ملاقات کې د دغو دواړو ملکونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو کوښښ وکړ.

د امریکا د پخواني ولسمشر براک اوباما په وخت کې د امریکا او مصر اړیکي خرابي شوي وی. ولسمشر ټرمپ د مصر د ولسمشر سره ژمنه وکړه چې د اسلامي سختدریځۍ په ضد به په گډه مبارزه کوي.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د السیسي سره د ملاقات په وخت وویل

"زه غواړم چې هرچا ته دا ښکاره ووایم چې په دې کې هیڅ شک نشته چې مونږ د السیسي ملاتړ کوو. السیسي په ډیر مشکل وخت کې ډیر ښه کار کړیدی. مونږ د مصر او د مصر د خلکو سره ملگري یو."

په ٢٠١۴ کال کې قدرت ته د رسیدلو نه وروسته دا امریکا ته د ښاغلي السیسي لومړی رسمي سفر دی. اوباما السیسي ته د واشنگټن د سفر بلنه نه وه ورکړي.اوباما قدرت ته د السیسي د رسیدلو نه دوه کاله وروسته د مصر سره د امریکا مرستې وځنډولې.


په ٢٠١٣ کال کې کله چې د مصر خلکو د منتخب ولسمشر مرسي په خلاف مظاهرې پیل کړی نو ښاغلی السیسي د مصر د پوځ لوی درستیز و، هغه مرسي د قدرت نه لیري کړو او پخپله یې قدرت ونیوه.

ولسمشر ټرمپ د السیسي سره یواځي ولیده او د هغې نه وروسته د دواړو ملکونو لوړپوړو چارواکو هم ملاقاتونه وکړل. د دغو ورستیو ملاقاتونو نه دا څرگندیږي چې د امریکا ولسمشر د مصر سره د اړیکو ښه کولو ته ډیر زیات لیواله دی. د یادوني وړ ده چې د دواړو ملکونو مشرانو تیر کال د ستمبر په میاشت کې هم په نیویارک کې ملاقات کړی و.

ښاغلي ټرمپ وویل "زه د مصر ولسمشر ته دا وایم چې زه او امریکا یې نژدی ملگري یو."

السیسي د ټرمپ نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې "ښاغلی ټرمپ د دغې شیطاني نظریې په ضد سخته مبارزه کوي."

ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا د مصر سره په یو څو مسئلو کې اختلاف لري خو هغه په مصر کې د بشري حقوقو نه د سرغړونو په هکله څه وه نه ویل.

د بشري حقوقو فعالین د مصر حکومت د بشري حقوقو نه په سرغړونو تورنوي او وایي چې د السیسي حکومت په مصر کې لږترلږه ۴٠ زره تنه د سیاسي مخالفین په زندان کې اچولي دي.

XS
SM
MD
LG