د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی


د شمالي کوریا سرکاري مطبوعاتو پرون د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی که د متحده ایالاتو لخوا د هر ډول تیري نښه وګوري، په امریکا به د اتومي وسلو برید وکړي.

شمالي کوریا دا خبرداری پداسې حال کې ورکوي چې د امریکا د بحري ځواکونو د برید کولو یوه قطعه د آرام سمندر لویدیځ خوا ته روانه شویده.

د امریکا جمهور رئیس ډ‌ونالډ ټرمپ د چین نه غوښتي دي چې د شمالي کوریا د مهارولو لپاره دې ډیر څه وکړي او دا یې هم ویلي دي چې " امریکا به د شمالي کوریا ستونزه د چین په مرستې او یا په یوازې ځان حل کړي. "

امریکایي چارواکي پدې ټینګار کوي چې د شمالي کوریا د مجبوره کولو لپاره چې د خپل اتومي پروګرام نه لاس واخلي، په کار ده چې نور سخت بندیزونه پرې ولګول شي خو د امریکا حکومت دا هم ویلي دي چې د نظامي اقدام په شمول ټولې لارې خلاصې دي.

د امریکا حکومت دا هم ویلي دي چې د سوریې په پوځي اډې د کروز توغندیو برید، باید چې شمالی کوریا ته هم خبرداری ووسیږي.

د شمالي کوریا غبرګون:

په شمالي کوریا کې چارواکي وایي " چمتو دي چې د امریکا هر ډول تیري ته ځواب ووایي"

د شمالی کوریا په سرکاري ورځپاڼې کې لیکل شوي " زمونږ غښتلی انقلابي ځواک د دښمن ټول فعالیتونه څاري او د اتومي وسلو تمرکز مو نه یوازې په جنوبي کوریا او آرام سمندر کې د امریکا د بحري ځواکونو په اډو دی بلکې د امریکا خاوره مو هم د هدف لاندې ده. "

بل پلو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر په امریکا د شمالي کوریا د اتومي وسلو د برید خطر ردوي او وایي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی چې د هغوي ځیني فعالیتونه نشي زغملی.

XS
SM
MD
LG