د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یو پارلماني پلاوی کابل ته ځي


په پلاوي کې د پاکستان د ټولو مهمو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي
په پلاوي کې د پاکستان د ټولو مهمو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي

پاکستاني چارواکي وایي ټاکل شوې چې د دغه هېواد د پارلمان یو پنځلس کسیز هیات د شنبې په ورځ ( اپریل۲۹) افغانستان ته ولاړ شي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس ایاز صادق د دغه پلاوي مشري کوي چې د افغان حکومت له مشرتابه، پارلمان له ځینو غړو او نورو چارواکو سره به وویني.

د ښاغلي صادق دفتر وايي چې پلاوی به د کابل-اسلام اباد د اړیکو په ښه کولو او نورو مهمو مسایلو له افغان لوري سره خبرې وکړي، د دغه سفر رسمي اعلان د جمعې په ورځ وشو.

دغه سفر ځکه مهم بلل کیږي چې شاید د افغانستان او پاکستان د حکومتونو سره مرسته وکړې چې د دواړو غاړو ترمنځ پیدا شوې ستونزې په خبرو حل کړي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د دوو وزیرانو عبدلقادر بلوڅ، میرحاصل بیزنجو او د پاکستان د PPP او MQM په گډون د پارلمان د ټولو گوندونو استازي شامل دي.

ددغه هیات نور غړي راجامحمد ظفر، اکرام خان دورانې، محمود خان اڅکزی، سردارعاویس احمد خان لیغارې،سیدنوید قمر، شفقت محمود، فاروق ستار، حاجې غلام احمدخان بیلور، افتاب خان شیر پاو، حاصب زاده طارق الله، جمال او مشاهد حسین سعید دي.

د پاکستان د پوځ یولوړ رتبه هیآت د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفرکړی و چې د افغانستان د دفاع د وزارت د سرپرست وزیر او د پوځ د نورو مشرانو سره د دوه اړخیزو روابطو په باره کې خبرې کړي وې.

دا پلاوی داسې مهال کابل ته ځي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي. افغانستان پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې د طالبانو مشرانو ته ځای ورکړی او په افغانستان کې د روان جنګ ننګه کوي. خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG