د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس غړي د کومي د ثبت شوو خبرو تحقیقات غواړي


ټرمپ او کومي
ټرمپ او کومي

د امریکا د کانگرس ځینو غړو د ولسمشر ټرمپ نه وغوښتل چې د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آیي د پخوانې مشر جیمز کومي سره ثبت شوې خبرې دی کانگرس ته ورکړي. په عین وخت کې د دیموکرات گوند غړیو ویلي دي چې د جیمز کومي د ځاې ناستی لپاره د رایگیرۍ سره به مقاطعه وکړي.

ټرمپ پو یو ټویټ کې لیکلي و چې کیدی شي هغه د جیمز کومي سره خپلې خبري ثبت کړي وي او هغه ته یې خبردارې ورکړ چې د خبري رسنیو سره خبري ونکړي. ښاغلي ټرمپ او د سپینې ماڼۍ ویاند د دغې ټویټ د تائید او یا هم تردید نه ډډه کړي.

د جنوبي کیرولاینا جمهوري غوښتونکي سناتور لنډسی گراهم د این بي سي ټلویژن سره په مرکې کې ویلي دي چې پکار ده سپینه ماڼۍ دا خبره په ډاگه وکړي چې ټرمپ د کومي خبرې ثبت کړیدي او کنه. هغه وویل "خبرې ثبتول ټوقې ندي. که خبرې ثبت شوي وي نو ریکارډ دي مونږ ته راکړی شي."

په امریکا کې هغه وخت تاوده سیاسي بحثونه پیل شول چې ټرمپ په ناڅاپي ډول د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آیي مشر جیمز کومي د کار نه لیرې کړ. ایف بي آي د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوران کې د ښاغلي ټرمپ د کمپاین کونکو او د روسیې د ولسمشر پوتن ترمنځ د احتمالي اړیکو په هکله تحقیقات کول.

د امریکا د دیموکرات گوند په ټرمپ تور لگوي چې د ایف بي آیي د تحقیقاتو د وجې یې کومی د دندې لیرې کړی او غوښتنه یې کړي چې بیطرفه تحقیقات دی وشي.

ټرمپ د کومي د لیري کولو نه وروسته وویل چې کومي خپل کار په سمه توگه نه کاوه او په ایف بي آي کې ترینه کارکونکي خوشحاله نه و.

ټرمپ د جمعې په ورځ ټویټ وکړ چې "جیمز کومي دی د مطبوعاتو سره د خبرو نه مخکې داسې تمه نه کوي چې زما او د هغه خبرې دی ثبت شوي نه وي."

جمهوري غوښتونکي سناتور مایک لي د فاکس ټلویژن ته په مرکه کې وویل چې که د ولسمشر ټرمپ او د کومي خبرې ثبت شوي وي نو سپینه ماڼۍ به یې خامخا د هغوي سره شریکوي. هغه زیاته کړه چې په سپینې ماڼۍ کې د چا خبرې ثبتول ښه کار نه دی.

XS
SM
MD
LG