د لاس رسي وړ اتصالات

د کویټې مدافع وکیلان انصاف غواړي


تیر کال د اګست په اتمه نیټه د کوټې په دولتي روغتون کې یوه ځانمرګي حمله کښې تر نيمای زیات د سیمې مهم مدافع وکيلان ووژل شو چې پکښې پنځلس په ستره محکمه کښې د مدافع وکيلان وو او زیاتره پښتانه وو.

د مدافع وکيلانو سازمان وايي د پیښي په اړه تر اوسه د انصاف درک نشته نو ځکه یی نن د دوشنبې له ورځي څخه تر دریو ورځو پوري د احتجاج په توګه کاربنديز او د ماتم اعلان کړی دی.

دتیر کال اتم اګست په پیښه کښې باز محمد خان کاکړ هم ووژل شو چی د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر، د انساني حقونو، ایالتي خپلواکی او د ولسواکی مخکښ مبارز و. د هغه خور میرمن ساره کاکړ د امریکا غږ ډیوه راډیو همکار نصیر کاکړ ته وویل د وژل شوي ورور او نورو مدافع وکيلانو په اړه له پاکستاني حکومت څخه د انصاف هيله نلري.

ځانمرګي حمله کښې تر نيمای زیات د سیمې مهم مدافع وکيلان ووژل شو چې پکښې پنځلس په ستره محکمه کښې د مدافع وکيلان وو
ځانمرګي حمله کښې تر نيمای زیات د سیمې مهم مدافع وکيلان ووژل شو چې پکښې پنځلس په ستره محکمه کښې د مدافع وکيلان وو

همدغه خونړی پیښه کښې د عوامي نیشنل ګوند بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزی ورور عسکر خان اڅکزی هم وژل شوی و. اصغر خان اڅکزی وايي د کوټي دمدافع وکيلانو وژنه یوه غټه دسيسه وه او ددې لپاره مخکې هم دوه پلانونه جوړ شوي وو چی پکښې د بیرسټر علوي او بیرسټر امان الله اڅکزی د وژني په وخت وو خو دریم پلان د بلال انور کاسي په وژنه سر ته ورسیده.

په بلوچستان کښې د مدافعوکيلانو د تنظيم مرستیال مشر اجمل کاکړ وايي دوي د اتم اګست له پیښي ورسته په حکومتي ګامونو مطمئن ندي اوس حال دا دی وکيلان د ځان لپاره انصاف نشي میندلی. هغه ووېل اوس هممدافع وکيلانو ته ګواښنې کیږي.

پدې اړه د بلوچستان د اعلا وزير وياند جان محمد اڅکزي ‌‌‌‌‌‌ډيوه راډیو ته ووېل چی حکومت ټول اړين ګامونه اخستي او د قاضي فائز عيسیَ د کمیسیون وړانديزونه عملي کولو لپاره یی اړونده ادارو ته امر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG