د لاس رسي وړ اتصالات

احتمال شته چې ټرمپ به افغانستان ته اضافي سرتیرو لیږل اعلان کړی


یو لوړي امریکاېې چارواکې رویټرز خبری اژانس ته وویل د دې احتمال شته چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به په افغانستان کې د امریکاېې ځواکونو شمیر یو څه زیات کړي.جمهوررئیس ټرمپ به څو ساعته وروسته د افغانستان د جنگ په اړه چې د امریکا د ټولو اوږده جگړ ده ، د خپلې ستژاتیژۍ اعلان وکړي.

ټرمپ به د واشنګټن پر وخت د شپې په نهو بجو د امریکا ملت ته وینا وکړي او په تفصیل به په افغانستان کې د امریکا په رول خپل نظر ورکړي. رویټرز خبري اژانس لیکي چې د افغانستان مسلې د ټرمپ نه مخکې دواړه پخواني جمهور رئیسان مایوسه کړی و.

په داسي حال کې چې د طالبانو د وسله وال مقاومت په نږدې راتلونکې کې د ختمیدو امکان نشته، نو د دې ډیر زیات امکان دی چې ټرمپ به په دې قانع شوی وي چې افغانستان ته اضافي سرتیري واستوي. د ټرمپ مهمو سلاکارانو ورته وړاندیز کړی و.

جمهور رئیس ټرمپ له ډیره وخت راهیسي په کوم ډول چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې جنگ پر مخ وړي شکمن و.

د ٢٠٠١ کال د سپټمبر په میاشتې کې کله چې د امریکا په واشنگټن او نیویارک ښارونو کې تروريستي بریدونه وشول نو دهغه وخت جمهور رئیس جورج بوش په اکتوبر کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرضد جنگ شروع کړ.

ښاغلی ټرمپچې کله د جنوري په میاشتي کې واک ترلاسه کړ نو د افغانستان دپارهېې د امریکا ستراتیژۍ ته بیا کتنه پیل کړه. یو امریکا چارواکي رویټرز ته ویلې چې په شخصي مجلس کې ټرمپ دا پوښته کړي چې آیا افغانستان ته د نورو ځواکونو استول "عاقلانه" کار دی.

دغه چارواکې زیاته کړه ټرمپ د جولاي په میاشتي کې خپلو سلاکارانو ته په یوي غونډې کې وویل " موږ دغه جنگ نه گټو" او دا پوښتنه هم وکړه چېآیا په افغانستان کې د امریکاېې ځواکونو عمومي قومندان جان نیکولسن باید له کاره گوښه شي.

خو د امریکا د دفاع وزیر جیمزمیټس بیا دا دلیل ورکوي چې په افغانستان کې د اسلامي افراطي وسله والو لخوا جاري خطر پرضد د امریکاېې ځواکونو حضور اړین دی.

د دې کال په پیل کې جمهور رئیس ټرمپ جنرال مټیس ته دا اختیار ورکړ چې په افغانستان کې دې د امریکاېي ځواکونو د حضورکچه وټاکي، او دې کار په افغانستان کې د عمومي قومندان جنرال نیکولسن هغه غوښتنه چې سرتیري دې زیات کړل شي،دراتلونکې لار خلاصه کړه.

جنرال نیکولسن په فروري کې ویلې و، چې هغه یو څو زرو اضافي سرتیرو ته اړتیا لري، چې یو څه شمیر دی د امریکا متحدین هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG