د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل نوي مبایلونه 'آیفون۸ او آیفون+' څه ځانګړتیاوې لري؟


د آیفون اکس 'iPhoneX' بیه زر ډالره ده او په کمې رڼا، روڼ انځور اخلي
د آیفون اکس 'iPhoneX' بیه زر ډالره ده او په کمې رڼا، روڼ انځور اخلي

آیفون۸ مبایل نوې بڼه لري او د سه شنبې (سیپتمبر۱۲) د پرمختللو مبایلونو د لسمې کالیزې په مناسبت د کالیفورنیا په کپرتینو ښار کې عامو خلکو ته وپیژندل شو. د اپل شرکت د آیفون اکس 'iPhone X' په نوم خپل مبایل هم معرفي کړ چې په اصل کې آیفون لس 'iPhone 10' ورته ویل کیدی شي.

داسی مبایل چې په ۳ډي ټکنالوژۍ سمبال دی، د مخ سنسر لري چې / فئس آيډي/ يي یادوي، او د چارجر په غیر (وایرلئس) هم چارجیږي. د آیفون۸ او ۸+ مبایلونو بیه د ۶۹۹$ نه شروع کیږي او ۷۹۹$ ډالرو ته رسیږي او د آیفون اکس (iPhoneX) بیه د ۹۹۹$ نه پیلیږي.

نوی آیفون۸ او آیفون+
نوی آیفون۸ او آیفون+

د آیفون اکس 'iPhoneX' بیه زر ډالره ده او په کمې رڼا، روڼ انځور اخلي.

د ټیک پينیون بلاګ موسس تیم بجارین وایي د آپل شرکت نوی مبایل په ډيره لوړه بیه بازار ته عرضه کړې، یعنی په ۹۹۹$ امریکايي ډالره دی. بجارین پدې باور دی چې ددی بیې له امله دا مبایل پلورل حتی په امریکا کې دننه ډیر محدود پلورل کیږي، بیا ترڅنګ يي اپل کوشش کوي چې په همدې قیمت خپل نوی مبایل په چین کې هم وپلوري.

د تیم بجارین په څير یو شمیر ارزونکي فکر کوي چې دا به اپل ته ډیره ګرانه وي چې په اوږده مهال کې همدا قیمت وساتلی شي.

اپل د ۲۰۰۷ کال راهیسې چې لمړنی آیفون يي بازار ته عرضه کړ، تراوسه د یو اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو آیفونونه پلورلي دي. د سه شنبې په ورځ د نویو مبایلونو ترڅنګ د اپل شرکت خپل نوی اپل ساعت او اپل تلویزیون هم مشتریانو ته معرفي کړل.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG