د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش له میانمار څخه بنګلادیش ته د سلګونو زرو روهینګیايي مسلمانانو مهاجرت قومي تصفیه بولي.
د تازه شمیرو له مخې په تیرو دریو اوونیو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ روهینګیايي مسلمانانو له خطرناکو لارو څخه په تېریدو ځانونه د بنګلادیش په سرحد کې مؤقتي کمپونو ته رسولي دي.
ښاغلي ګوتیرش له میانمار څخه غوښتي دي چې د روهینګيایانو پر ضد تشدد او ناوړه چلند ختم کړي.
نوموړي وویل: "له میانماري چارواکو غواړم چې پوځي عملیات وځنډوي، تشدد ختم کړي، له قانون څخه ملاتړ وکړي او د هغو کسانو د بیرته ګرځیدو حقونه ومني چې هېواد یې پرېښې دی."
د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا اقلیت پر ضد د تشدد د نه ختمولو له امله د هغه هېواد پر رهبرې، انګ سان سوچي نړیوال فشارونه زیات شوي دي.
میرمن شوچي راتلونکې اونۍ کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې له ګډون انکار کړی دی. ویل شوي دي چې میرمن سوچي غواړي په میانمار کې وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.
په پام کې ده د ملګرو ملتونو په راتلونکې اسامبلې کې د میانمار پر وضعیت خبرې وشي او په دوو خاصو غونډو کې پر حل لارو غور وشي.
بلخوا د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، فدریکا موګیرني میانمار کې تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې د کړکیچ ختمول یې په لومړیتوبونو کې دي.