د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بحري پوځ محاربوي قطعه کې لمړنۍ منصبداره شامله شوه


په تاریخي لحاظ پدې ډول حربي زده کړو کې لس سلنه محصلین په لمړۍ ورځ ناکامیږي
په تاریخي لحاظ پدې ډول حربي زده کړو کې لس سلنه محصلین په لمړۍ ورځ ناکامیږي

د سمندري قواؤ یوې جګړنې امي پنزل امریکا غږ ته وویل دغه افسره نه غواړي هویت يي معلوم شي. منصبداره میرمن د هغو اته اتیا سمندري ځواکونو په محصلینو کې شامله وه چې تر دیارلسو اوونیو زده کړو څخه وروسته یې د ویرجینیا ایالت د کوانټیکو اکاډمۍ نه د سمندري قواؤ د قول اردو څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

د امریکا اردو په ۲۰۱۶ کال کې د محاربې په تشکیلاتو کې د ټولو ښځو دپاره د استخدام اجازه ورکړه. د د قول اردو د ویاندې سارا برنز په وینا هماغه وخت وروسته ګڼ شمیر ښځو په محاربوي بستونو کې وظیفې واخیستې خو یوازی څلورو تنو يي کوشش وکړ چې د سمندري ځواک په پلي قطعاتو کې افسرې شي.

په ۲۰۱۲ کال کې د سمندري ځواک روزنیر مرکز ښځو ته هم اجازه ورکړه چې په تجربوي توګه وازمویل شي.
په ۲۰۱۲ کال کې د سمندري ځواک روزنیر مرکز ښځو ته هم اجازه ورکړه چې په تجربوي توګه وازمویل شي.

​په تاریخي لحاظ پدې ډول حربي زده کړو کې لس سلنه محصلین په لمړۍ ورځ ناکامیږي، چې پدې کې د فزیکي قوت ازموینه شامله ده او څوارلس ساعته دوام کوي. پدې ازموینې کې د سمندري ځواک د یو غړي فزیکي او فکري قوت معلومیږي.

په ۲۰۱۲ کال کې د سمندري ځواک روزنیر مرکز ښځو ته هم اجازه ورکړه چې په تجربوي توګه وازمویل شي. هغه وخت تر دیرشو زیاتو ښځو کوشش وکړ چې پدې روزنیز پروګرام کې کامیابې شي، خو یوه يي هم کامیابه نه شوه او اکثریت يي د کورس په اوله ورځ کې ناکامه شوې.

د سمندري ځواک د قول اردو د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، نوې منصبدارې ته د کالیفورنیا ایالت د پنډلټن نظامي مرکز په اوله فرقه کې وظیفه ورکړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG