د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کې قطر ته لاړ


جنرال متیس په یو نه اعلان شوي سفر نن په دوحه کې د العدید هوايي ډګر کې ښکته شو
جنرال متیس په یو نه اعلان شوي سفر نن په دوحه کې د العدید هوايي ډګر کې ښکته شو

جیم متیس په دوحه کې د العدید هوايي آډه کې د قطر د امیر او دفاع وزیر سره ولیدل. د امریکا د دفاع وزیر دا لیدنه په داسی وخت کې وشوه چې د امریکا جمهور رئيس ډونالدټرمپ د همدې میلادي میاشتې په سر کې وویل دیته تیار دی چې د قطر او د خلیج د هیوادونو ترمنځ د څو میاشتنې جنجال حل کولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

جیم ماتیس د افغانستان د مشرتابه سره د لیدنې ترڅنګ په سیمه کې د نورو هیوادونو نه هم لیدنه کړې ده.

ښاغلي متیس د ملګروملتونو په عمومي غوڼډه کې هم د څلورو عرب هیوادونو وغوښتل چې بی له شرط او قیده خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي.

سعودي عربستان، مصر، بحرین او د عرب متحده اماراتو د تیرې جون میاشت کې د قطر سره پدې خاطر اړیکې قطع کړې چې د ایران سره يي روابط ټينګ کړي او د سخت دریځو ملاتړ کوي. قطر دا تورونه رد کړي چې د سخت دریځ ملاتړ يي کړې او وایي د قطر په وړاندې اقدامات سیاسي انګیزې لري.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG