د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پوځي برگډال د پوځ نه د تښتیدو تور ومانه


امریکایي پوځي بو برگډال، چې طالبانو پنځه کلونه یرغمل نیولی و او د بند نه د زنداني طالبانو په بدل کې خوشی شو ، د دوشنبې په ورځ په هغه لگیدلی تورونه ومنل. په هغه دا تور و چې د پوځي اډې نه وتلې و او خپل ملگري په خطر کې اچولي و.

پرون د دوشنبې په ورځ بو برگډال په پوځي محکمې کې د محاکمې په وخت هغه تورونه منلي دي چې د دښمن په وړاندي یې غیر مسلکي چلند کړی و او د پوستې نه تیښتیدلی و.

په امریکا کې په غیر قانوني ډول د دندې په وخت د پوځ نه د تیښتیدو سزا عمر بند دی.

د یادوني وړ ده چې دغه امریکایي عسکر بو برگډال په ٢٠٠٩ کال کې هغه وخت طالبانو ونیوه چې هغه خپله پوسته پرېښوده. امریکایي عسکر د برگډال د لادرکه کیدو نه وروسته د هغه د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل. د بو برگډال سره ملگري عسکر وایي چې د هغه د دغه عمل هدف په پوځ کې دننه ځینو مسلو ته پام اړول و.

برگډال په ٢٠١۴ کال کې د گوانتانامو بی د بند نه د پنځو طالبانو د خوشي کیدو په بدل کې ازاد شو. د برگډال قضیه په امریکا کې بیخې زیات سیاسي بحثونه پارولي و.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند غړو په پخواني ولسمشر براک اوباما باندې په دی وجه سختې نیوکې کړې وی چې د برگډال په بدل کې یې خطرناک طالبان بندیان خوشي کړل چې دا به د امریکا ملي امنیت ته تاوان ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ برگډال ته څو ځله غدار ویلي دي او ویلي یې دي چې پکار ده هغه ته سزا ورکړل شي.

برگډال تیر کال د ای بي سي ټلویژن سره په یوې مرکې کې وویل چې د ټرمپ د دغو خبرو د وجې به د هغه شفافه محاکمه ناممکنه شي.

XS
SM
MD
LG