د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک افغان بریدګر احمد خان رحمي په عمري بند محکوم شو


احمدخان رحمي د برید وروسته د پولیسو سره په نښته کې زخمي شوی و
احمدخان رحمي د برید وروسته د پولیسو سره په نښته کې زخمي شوی و

نهه ویشت کلن رحمي د تیرکال په سپټمبر میاشت کې په نیویارک ښار کې د دوو چاودونو پر کولو تورن شو.

د نیویارک په مرکزي ښار منهاټن کې محکمې خپل حکم د احمد خان رحمي د دوه اونیو محاکمې کې د اړوندو معلوماتو او تحقیق وروسته صادر کړ.

د نیویارک د جنوبي ناحیې سرپرست څارنوال جون کیم وویل "د ۲۰۱۶ کال د سیپتمبر په ۱۷مه، احمدخان رحمي زمونږ پر هیواد او ارزښتونو برید وکړ. د داعش او القاعدې تر اغیز لاندې راغلي رحمي، بمونه جوړ او د منهاټن ښار په چیسلي ناحیې او نیوجرسي کې پدې هدف وچول چې ډير بی ګناه خلک ووژني. د رحمي ددی جنایت او کرکې په مقابل کې قاطع او واضح حکم کیږي. د هغه د بریدونو یو کال وروسته، رحمي نن حاضر دی او د خپلوجرمونو او ترهګر عمل په خاطر د ازادې او عادلانه محکمې د قضایه پلاوي په ټول اکثریت ورته حکم صادریږي. هغه دلته حاضر دی او د عمربند حکمي سزا به تیروي".

د ۲۰۱۶ سیپتمبر په ۱۸ بریدونو کې دیرش تنه زخمیان شوو
د ۲۰۱۶ سیپتمبر په ۱۸ بریدونو کې دیرش تنه زخمیان شوو

رحمي د اسنادو له مخې په افغانستان کې زیږیدلې او په نیوجرسي کې اوسیدو. پر هغه د ډلیزه وژنې د وسلې کارولو او په عامه ځایونو کې د بمي چاودنې تورونه لګیدلي او کیدلې شي ترټولو سخته سزا يي ټول عمر په بند کې تیرول وي. رحمي تیرکال سیپتمبر کې د نیویارک په دوه سرکونو کې بمي چاودنې وکړې چې دیرش کسان پکې زخمیان شوو.

په نیویارک کې د ترهګرۍ ضدپولیسو قوماندانۍ معاون جان میلر د دوشنبې په ورځ وویل رحمي د داعش او القاعدې په څیر ډلو لخوا د غلطو عقایدو تر تاثیر لاندې راغلی و او داسی يي انګیرل چې په یوناسم تفسیر د بی ګناه انسانانو وژنه سم کار دی. داسی تفسیر چې رحمي پخپله پری علم نلري.

څارنوالان وایي رحمي خپل ځان د امریکایانو پرضد یو مجاهد ګڼي او د داعش او القاعدې ډلو تر تاثیر لاندې راغلی و چې تیرکال يي په نیویارک او نیوجرسي کې بریدونه وکړل.د رحمي مدافع وکیل وایي رحمي به استیناف طلب شي. د عمربند سزا پیل د راتلونکې کال جنوري میاشتې اتلسمه نیټه ټاکل شوې ده.

د نیویارک د فدرال پولیسو د څانګې سرپرست رئیس ویلیم سویني وویل دا بلکل ښکاره ده چې نیویارک د بریدونو لاندې دی خو مهمه داده چې عامو خلکو پخوا همکاريوکړه او د همکارۍ نیت لري. احمدخان رحمي نهه ویشت کلن دی، د امریکا تابعیت لري او وایي چې په آفغانستان کې زیږیدلی دی.

XS
SM
MD
LG