د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له کابل نه اسلام اباد ته ولاړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د سه شنبې (اکتوبر۲۴) پاکستان ته ځي او په اسلام اباد به دا ټینګار وکړي چې د هغو وسله والو یاغیان ضد اقدامات ګړندي کړي چې د پاکستان له اړخه په افغانستان کې بریدونه کوي. خو اندیښمن پاکستان به هم په مقابل کې د هند او امریکا د روابطو ټینګیدو په اړه بحثونه وکړي.

ښاغلي ټیلرسن د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) په افغانستان کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د حکومت نورو مقاماتو سره په لنډه لیدنه کې وویل چې د سه شنبې په ورځ به پاکستان ته لاړ شي او هلته به د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت د هغه غوښتنو د عملي کیدو یادونه وکړي چې اسلام اباد باید د طالبانو او د هغه هیواد په سرحدي ساحو کې د نورو وسله والو یاغیانو په ضد جدي اقدام وکړي.

ټیلرسن د جمهور رئیس غني او نورو افغان مقاماتو سره ولیدل
ټیلرسن د جمهور رئیس غني او نورو افغان مقاماتو سره ولیدل

ټیلرسن وویل " مونږ د پاکستان نه ځنی مشخصې غوښتنې کړي چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پرضد جدي اقدام وکړي."

امریکا وایي د اسلام اباد په وړاندې دریځ پدې شرط ولاړ دی چې آیا عملي اقدامات کوي که نه کوي. دا هغه اقدامات دي چې متحده ایالات يي په افغانستان کې د سولې او د پاکستان د امن کیدو لپاره ډیر لازمي ګڼي.

په اتومي وسلې سمبال پاکستان چې په سړې جګړې دوران کې د امریکا نژدې متحد و، د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د یوولسمې بریدونو وروسته هم په أفغانستان باندې د امریکا د نظامي حملې اساسي غړی و، اوس په دی ډير اندیښمن دی چې واشنګټن د دی له تاریخي دښمن هند سره پدې وروستیو کې روابط ډیر غزولي دي.

ټیلرسن به په خپل یو ورځني سفر کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پاکستان د پوځي مشرانو سره وګوري او پدې به ټینګار وکړي چې د أفغان طالبانو او د حقاني شبکې د وسله والو د ختمولو دپاره په خپله خاوره عملي او جدي اقدام وکړي.

د اسامه بن لادن او ملامحمدعمر په ګډون ډیر شمیر طالب مشران په پاکستان کې وژل شوي دي
د اسامه بن لادن او ملامحمدعمر په ګډون ډیر شمیر طالب مشران په پاکستان کې وژل شوي دي

خو ټیلرسن پدې پوهیږي چې پاکستان مقامات به ورته په أفغانستان کې د هند د نقش زیاتیدو په اړه داسی اندیښنې څرګندې کړي چې ګوندې پدې کار سره به سیمه بی ثباته شي او په أفغانستان کې د امریکا د اوږدې شپاړس کلنې جګړې په کمولو کې به همکاري کمه کړي.

د پاکستان یو ایالتي وزیر مفتاح اسماعیل د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) د رویترز اژانس وویل چې د هند نقش زیاتول پدې معنا دي چې اور ته تیل واچوئ. وزیر اسماعیل وویل دا سره کرښه ده او ترکومه چې د پاکستان اندیښنه ده، هند باید په أفغانستان کې هیڅ ډول سیاسي نقش ونلري.

اکثره پاکستانیان داسی ګمان کوي چې د اوږدې مودې متحده امریکا يي اوس د افغانستان لپاره له دوئ مخ ګرځوي او د هند سره ملګرتوب کوي. خو دا قهر او خپګان دواړو خواو ته شته.

متحده ایالات پاکستان پدې ملامتوي چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې دوه مخی سیاست کوي؛ په عام ډول د واشنګټن ملاتړ اعلانوي خو بل خواته په هغه څه سترګې پټوي چې حتی د هماغه وخت راهیسې د أفغانستان او نورو هغو وسله والو یاغیانو سره کمک کوي چې په أفغانستان کې د امریکايي ځواکونواو د هغوئ د متحدینو پرضد خونړي بریدونه کوي.

وروستی چانس:

پاکستان د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په یوازی سر په افغانستان کې د هند د حضور د مخنوي دپاره، د افغان طالبانو ملاتړ کړې دی. څیړونکي فکر کوي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د طالبانو رژیم نسکور شو، ژورې اړیکې جوړې کړي دي.

امریکايي دیپلوماتانو څو ځلي د پاکستاني نظامي او ملکي مشرانو سره لیدنې کړې دي
امریکايي دیپلوماتانو څو ځلي د پاکستاني نظامي او ملکي مشرانو سره لیدنې کړې دي

پاکستان دا تورونه ردوي چې د افغان طالبانو او نورو یاغي وسله والو پناه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د همدې میاشتې په لمړیو ورځو کې وویل چې امریکا به، تردی مخکې چې سخت دریځ ونیسي، یوځل بیا به کوشش وکړي چې د افغانستان د مسلې په خاطر د پاکستان سره همکار شي. جمهور رئیس ډونالد ټرمپ هم داسی څرګنده کړې ده چې د پخوانیو ولسمشرانو په پرتله به دی پر پاکستان سخت فشار راوړي.

د امریکا د جمهور رئیس معاون مایک پنس هم تیره اونۍ د پاکستان صدراعظم سره په تیلیفوني مکالمې کې د امریکايي او کاناډايي فامیل د خلاصون له امله مننه وکړه چې د طالبانو د متحدې ډلې، حقاني شبکې د پنځه کلن یرغمل نه وروسته آزاد شوو.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG