د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس ټرمپ د انتخاباتي ټیم عدلي تعقیب پیل شو


د ټرمپ دوه پخواني همکاران د اکتوبر۳۰ محکمې ته حاضر کړل شوي وو.
د ټرمپ دوه پخواني همکاران د اکتوبر۳۰ محکمې ته حاضر کړل شوي وو.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهور رئیس ډونالدټرمپ د انتخاباتي کمپاین او د روسیې ترمنځ د احتمالي ارتباطاتو لرلو په اړه د پلټنو ځانګړې ډلې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د کمپاین د پخوانیو دوه همکارانو پال مئنافورت او ریک ګیټس په اړه ځنی جرمي تورونه پوری او افشا کړل.

دغه ځانګړی پلټونکی روبرت مولر نومیږي او وی ویل چې د ټرمپ د کمپاین یو پخوانی همکار، جورج پاپادوپولوز د روسیې د ارتباط لرلو په اړه د تحقیق په وخت کې فدرال پولیسو (اف.بي.آی) ته درواغ ویلي وو.

ټرمپ په ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د خپلې میرمنې او لور سره
ټرمپ په ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د خپلې میرمنې او لور سره

د ټرمپ د کمپاین پخواني رئيس پال مئنافورت د دوشنبې (اکتوبر۳۰) په ورځ په واشنګټن کې د اف.بي.آی ادارې ته معلومات ورکړل او وروسته لکه د خپل بل پخواني همکار ریک ګیټس په څیر فدرال محکمې ته وویل چې کوم جرم يي ندی ترسره کړې.

کیدی شي دواړه د دسیسې جوړولو په تور محاکمه شي، ځکه غلط بیانونه او د اوکراین په استازیتوب يي په واشنګټن کې د همکارۍ جلبولو په وخت کې تورې پیسې په قانوني بڼه چلولې.

د پلټنو خاص استازي روبرت مولر د ټرمپ د کمپاین پخوانی همکار جورج پاپادوپولوز هم څو اونۍ مخکې پدې ګرم وګڼو چې د روسیې اړوند ارتباطاتو په اړه يي اف.بي.آی ته د ټرمپ د هغه وخت د سیالې هیلري کلنټن په اړه زیان رسوونکي معلومات ورکړي وو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي سندرز د دوشنبې په ورځ وویل جورج پاپادولوز د کمپاین په ورځو کې یو محدود او رضاکار موقف درلود او د کمپاین په استازیتوب یي هیڅ ډول رسمي فعالیت نه درلود.

جمهور رئیس ټرمپ هم ددی خبر په اوریدو سره په تویتر ولیکل چې (هیڅ رابطه نده شوې)؟

خو وروسته د مئنافورت مدافع وکیل کیوین ډاونینګ وویل پدې ارتباط داسی هیڅ اسناد نشته چې د روسیې د حکومت سره دی د ښاغلي مئنافورت یا د ټرمپ د کمپاین کوم ارتباط څرګند کړي. مئنافورت په ۲۰۱۶ کال کې د جمهوري غوښتونکو د کنوانسیون په وخت کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس و او تیرکال د اګست په میاشت کې د کمپاین کولو برطرفه شو.

د امریکاغږ د قانوني دعواو یوه کارپوهه، ګریتا ون سسټیرن وایي، د پاپادوپولوز د تور ثابتیدو حکم به کیدی شي هرڅه بدل کړي. د څیړونکې ګریتا په باور اوس د ټرمپ د کمپاین د وخت په ارتباط یوه قضایي محاکمه پیله شوې او دا معلومه نده چې دا به د جرمي قضی په ارتباط وي که نه، خو دا لمړی ځل دی چې لیدل کیږي د روسیې سره د تماس په اړوند یو شخص په رسمي ډول د قانوني تعقیب لاندی راځي.

دیموکرات سناتورانو هم د دوشنبې په ورځ ددی قضیې د رسوایي په ارتباط عکس العمل وښودو. په سنا مجلس کې د دیموکراتانو مشر چک شومر د دوشنبې په ورځ وویل "تر دی به نور لوی خطر نه وي. مونږ د خپلې ویاړلې او بنسټيزې دیموکراسۍ خبره کوو. ازاد او عادلانه انتخابات یادوو چې مونږ د تیرو دوه پیړیو راهیسې ترسره کړي دي. خو اوس د بهرني قدرت په ذریعه لاس وهنه او درغلۍ پکې کیږي چې ددی ولس سره په بد نیتې شوې ده".

او په ۲۰۱۶ کال کې د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن وویل د ټرمپ په اړه په ټولو خبرو پوهیږي خو دیته منتظره ده چې د کانګرس غړي خپله وظیفه سمه ترسره کړي او جمهور رئیس مسؤل وګڼي.

مولر هغه وخت د تحقیق دپاره خاص استازی تعین شو چې کله جمهور رئیس ټرمپ د اف.بي.آی رئیس جیمز کومي له دندې ګوښه کړ.

د امریکا استخباراتي ادارو خپل تحقیق پدې تمام کړې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیکرال ډیر کوشش کړې چې په ټاکنو کې مداخله وکړي او ټرمپ بري ته ورسیږي. پدې کوششونو کې یو هم د دیموکرات ګوند د کاندیدی هیلري کلنټن د انتخاباتي کمپاین دپاره د ایمیلونو هک کول یا اخلال رامنځ ته کول وو.

د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو په جریان کې د روسیې او ټرمپ ترمنځ د احتمالي تماسونو په اړه د کانګرس لخوا هم یوه ځانګړې کمیټه پلټنې کوي، خو تراوسه يي داسی شواهد ندي پیدا کړي چې د تیرکال ټاکنو کې د روسیې دخالت څرګند کړي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدلی شئ:

د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

XS
SM
MD
LG