د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنگ د لارې مسافر د سختو ستونزو سره مخ دي


د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو خلک وايي چې که د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره ددغې لارې د رغولو او قیر کولو لپاره لاس په کار نه شي نو ممکن د ژمي پر وخت د لارې د خرابوالي له امله مساپر له کړاو سره مخ شي.مګر د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسول جنرال محمد رجب وايي چې د تیرو کلونو په څیر یې د ژمي پر وخت پر دغه لار د مساپرو د تګ راتګ لپاره کار کړی دی.

هغه وايي چې په سالنګ کې د تیرو کلونو له سختو واورو ښویدو وروسته یې د برفکوچونو پر وخت د خلکو د ساتنې په خاطر مجهز ځایونه جوړ کړي دي جنرال محمد رجب د ژمي پر وخت د لارې د بندیدو په اړه وايي:

(( که مونږ ته په خپل وخت د ضرورت وړ مواد ورسیږي، کیدای شي هیڅ ستونزه راولاړه نه شي، خو په هغو ورځو کې چې د سختې واورې د وریدو امکانات وي او خلکو ته د ځاني تلفاتو د اوښتو وړاندوینه کیدای شي نو لار به د یو څه وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړلي وي له هغې پرته به لار د خلکو پر مخ خلاصه وي.))

هر کال د ژمي پر وخت شپږ میاشتې د شمالي او شمال ختیځو ۹ ولایتونو خلک پر دغه لار په سختۍ تګ راتګ کوي.هغه وايي چې د سالنګ لار پنځوس فیصده تخریب شوې ده، خو زیاتوي چې د فواید عامې وزارت له خوا د دویم تونل د جوړولو لپاره د سالنګ په دریو ځایونو کې څیړنې روانې دي چې کیدای شي په راتلونکي یو نیم کال کې دغه سروې بشپړه شي.

د ژمي موسم کې د شمالي او شمال ختیځو ۹ ولایتونو خلک پر دغه لار په سختۍ تګ راتګ کوي
د ژمي موسم کې د شمالي او شمال ختیځو ۹ ولایتونو خلک پر دغه لار په سختۍ تګ راتګ کوي

​جنرال رجب د سالنګ په اوږدو کې د ځینو حادثو د پیښیدو په اړه وايي:(( د اوس لپاره د ځینو پیښو د رامنځ ته کیدو لپاره تدابیر نیول شوي، او په طوفان او برفکوچونو کې د بندیدونکو کسانو د ساتنې لپاره د خلاصون خونې شته دی او موجود پرسونل به د خلکو د خلاصون لپاره هڅه کوي.))

جنرال رجب وايي چې دوي په تیرو دیارلسو کالو کې یوازې د تونل په منځ کې تخریب شوی سرک رغولې خو هغه هم د لنډې مودې لپاره دی.د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو خلک وايي چې د سالنګ لار بشپړه تخریب شوي او پر سړک د قیر هیڅ اثرات نه لیدل کیږي.

د سالنګ اقلیم په نظر کې نه نیولو په خاطر دغه لار د نورو عامو سرکونو په څیر قیر شوې ده، چې په دې ورځو کې له خنجانه تر اولنګه پورې قیر سرک کنډوکپر شوی دی. فکر نه کیږي چې پخوا به پر دغه سرک قیر اچول شوی وي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG