د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له امریکا سره دفاعي او استخباراتي همکاري ځنډولې


جمهور رئیس ټرمپ ویلي په پاکستان خپله ۱٫۹ میلیارده ډالره مرسته بندوي
جمهور رئیس ټرمپ ویلي په پاکستان خپله ۱٫۹ میلیارده ډالره مرسته بندوي

د پاکستان د دفاع وزیر خ‏‏رم دستګیرخان وایي پاکستان د امریکا سره خپله استخباراتي همکارۍ ځنډولې ده. وزیر خرم دستګیرخان دا خبره د سه شنبې (جنوري۹) په ورځ په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وکړه. د دفاع وزیر خرم دستګیرخان ویلي، هغه امکانات چې د امریکا سره پکې لاهم پراخه همکاري لرو، مونږ نده بنده کړې، خو د استخبارتو او دفاعي برخه کې همکاري مو ځنډولې ده. خو په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سه شنبې په سهار دا خبره رد کړه چې ګوندې امریکا د پاکستان سره خپله نظامي او استخباراتي همکاري بنده کړې ده.

روانه اونۍ په لاهور کې د امریکا ضد مظاهره هم شوې وه
روانه اونۍ په لاهور کې د امریکا ضد مظاهره هم شوې وه

بلخوا د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي.آی.ای) رئیس مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ (جنوري۸) د سي.بي.اس شبکې سره خبرو کې وویل چې پاکستان هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې امریکا ته خطر پیښوي. د سي.آی.ای رئیس وایي امریکا ویني چې پاکستانیان د خپل هیواد دننه هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې اوس مهال متحده ایالاتو ته خطرونه پیښوي - اوامریکا کوشش کوي چې پاکستانیان پدې خبره پوه کړي چې لدې وروسته دا کار د منلو نه دی. ښاغلي مایک پمپیو وایي له همدې امله يي د مرستو اخستو لپاره په شرط ایښودلو، پاکستان ته یو بل چانس ورکړې، هغه دا چې که دا مشکل يي حل کړ خو امریکا به خوښ او همکاري به ورسره وکړي، که وی نکړ، امریکا مجبوره ده ځان خوندي کړي.

پمپیو وایي د امریکا استخباراتو ددی ارزونې تاید کړې دی او وی ویل جمهور رئیس ټرمپ پاکستان ته سپینه خبره کړې چې امریکا غواړي د پاکستان همکار پاتی شي، خو باید د ترهګرو پټ ځایونه ختم شي.

د امریکا د دفاع وزارت هم د دوشنبې په ورځ (جنوري۸) وویل، امریکا پاکستان ته ویلي چې که په میلیونونو ډالرو امنیتي مرسته غواړي نو باید نور اقدامات وکړي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند راب مانینګ وویل"طالبان، د حقاني شبکې مشران او د برید طراحان باید لدې وروسته پناه ځایونه ونلري او د پاکستان له اړخه حملې ونکړي."

یوه نوې څیړنه ښيې چې په پاکستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د ډلې په فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی دی او د داعش فعالیتونو په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد جگړه نوره پیچلې کړې ده. په پاکستان کې د سولې مطالعاتي مرکز په خپل کلني راپور کې لیکي چې په ٢٠١٧ کال کې ٣٧٠ وسله والې حملې شویدي چې پکې ځانمرگې حملې هم شاملې دي.

راپور کې ویل شوي "د بلوچستان او د سند په صوبو کې د اسلامي دولت د ډلې د شتون راپورونه د خطر د زیاتیدو نښه ده."

ددی راپور تلویزیون بڼه دلته لیدلې شئ:

د پاکستان سره د امریکا مرستې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

XS
SM
MD
LG