د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان ته د سیلانیانو د راجلبولو هڅې پیل شوي


د نورستان والي حافظ عبد القیوم وايي هڅې یې پیل کړي څو مرکز پارون او نورو سیمو ته د نړیوالو سېلانیانو پام ور واړوي، ځکه نورستان د طبعي ښکلا، منظرو او تاریخي ابداتو له اړخه زړه وړونکی دی.

نوموړي وویل:" اول اصل دادی چې باید طبعي ښکلا او تاریخي ارزښت لرونکې سیمې وي چې دا په نورستان کې شته، بل امنیت دی چې نورستان کې امنیت د یو مثال په حیث شته دی، درېیم د سېلانیانو لپاره سهولتونه دي چې په دې برخه کې مشکلات لرو".

هغه وايي د سرکونو نه شتون یوه ننګونه ده، خو په دې برخه کې یې هم هڅې توندې کړي او ژر ده چې دغه ستونزه اواره شي، نو ترې وروسته نورستان کې د پانګونې لپاره پر چارو کار کوي.

نوموړي زیاته کړه:" موږ به ټولو سوداګرو پانګوالو ته خواست وکړو چې راشي، پانګونه وکړي، هوټلونه جوړ کړي او تفریحي ځایونه جوړ کړي، چې د ماستر پلان د بشپړېدو وروسته به دا چاره پیل کړو"

نورستان کې د قومي تړو په وسیله غرونه لا سپېره کېدو ته نه دي پرېښودی شوي
نورستان کې د قومي تړو په وسیله غرونه لا سپېره کېدو ته نه دي پرېښودی شوي

​که څه هم په ډېرو ولایتونو کې ځنکلونه د ارو ښکار شوي خو په نورستان کې د قومي تړو په وسیله غرونه لا سپېره کېدو ته نه دي پرېښودی شوي، ځکه نو د غرونو ښکلا یې هماغسې پاتې ده.

ولسي خلک هم د سیلانیانو راماتېدو ته هېله من دي او وايي که دا کار وشي نو د نورستانیانو ژوند او اقتصادي حالت هم ورسره سمېدلای شي.په نورستان کې د برېښنا نه شتون هم یوه لویه ننګونه ده، خو اوس د مرکز پارون د روښانه کولو لپاره برېښنا کوټ هم سرته رسېدو ته نژدې شوی دی.

ولسي خلک هم د سیلانیانو راماتېدو ته هېله من دي
ولسي خلک هم د سیلانیانو راماتېدو ته هېله من دي

د نورستان د برېښنا ادارې امر انجنیر عبد الطیف وايي د برېښناکوټ د جوړېدو پنځلس سلنه کار یې پاتې دی چې ژر به سرته ورسي او دغلته به د برېښنا ستونزه اوره شي.نوموړي وویل:" ۷۰۰ کیلو واټه په ظرفیت دا برېښنا کوټ جوړېږي خو د امکان په صورت کې زر کیلو واټه برېښنا هم تولیدولای شي، چې یواځې پنځلس سلنه چارې یې پاتې دي او ژر به سرته ورسېږي".

نورستان ته د افغانستان له ګڼو ولایتونو نه خلک او چارواکي لیدو ته ورځي او طبعي منظرې یې په نړیواله توګه مشهورې دي.

XS
SM
MD
LG