د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د شکنجو او د ښځو د حقونو لپاره پوره کار ندی شوی - بشري حقونه


د بشري حقونو نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال په اړه خپل کلنې راپور نن خپور کړ.
د بشري حقونو نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال په اړه خپل کلنې راپور نن خپور کړ.

په دی اته ویشت فصله او ۶۴۳ پاڼو راپور کې چې د ۹۰ هیوادونو ارزونه پکې شوې ده، ویل شوي چې د بشري حقونو د اصولو ساتنې دپاره د سیاسي رهبرانو هوډ لرل څرګندوي چې دوئ به د استبدادي حاکمیتونو اجنډاوې محدودې کړي.

د راپور موندنې ښيې چې د نړۍ اکثریت رهبرانو دا درک کړې چې هیڅوک د بشري حقونو ضد حکومتونو رامنځ ته کیدل نه غواړي.

په راپور کې د افغانستان په اړه ویل چې شوي چې په ۲۰۱۷ کال کې د وسله والو نښتو له امله لوی زیان ملکي خلکو ته رسیدلی دی، زیاته برخه یي د یاغیانو لخوا په ښاري ساحو کې انتحاري بریدونه کول وو. راپور وایي د أفغانستان یوه نوې ملي پالیسي هم ددی سبب شوه چې د أفغان امنیتي ځواکونو د نظامي عملیاتو په وخت کې ملکي خلکو ته زیان ورسیږي، خو د امریکا او أفغان حکومت هوايي بریدونو زیاتیدلو سره د ملکي خلکو مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

راپور وایي په افغانستان کې د حکومت د بشري حقونو د پالیسۍ اصلاحات پدې کې ناکامه شوي چې د شکنجې مخنوي په سمه معنی تعریف کړي. حکومت ژمنه کړې وه چې د د توقیف شویو ښځو د غیرعلمي او د /بکارت/ معلومولو د توهین ډک معایناتو مخه ونیسي، او د بد اخلاقۍ په تور د ښځو زنداني کولو دوسیې سمې ندي څیړل شوي.

راپورکې د افغانستان د دولت نه غوښتنه شوې چې د بشري حقونو د خوندیتوب اړوند نافذ شوي قوانین تطبیق کړي. د بشري حقونو د راپور په احصایه کې ویل شوي چې د افغانستان جګړه کې تیرکال (۲۰۱۷) کې ملکي مرګ ژوبله یو څه لوړه وه.

چې ۲٫۶۴۰ ملکي خلک وژل شوي، ۵٫۳۷۹ زخمي شوي او ددی ټولې مرګ ژوبلې ۲/۳ مسؤلیت د طالبانو او داعش ـ خراسان ډلې اخستې.

ددی جګړو له امله ۲۵۰٫۰۰۰ ملکي خلک بی ځای شوي.

او د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو د هوايي عملیاتو له امله د مړو او زخمیانو شمیر ۵۲فیصده زیات شوې چې، ۲۰۵ تنه پکې وژل شوي او ۲۶۱ نور زخمیان شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې یوولس ژورنالستان هم وژل شوي چې اکثریت يي د یاغیانو د حملو قرباني دي.

XS
SM
MD
LG