د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د وسلو د پیریدونکو د سابقې څیړل غواړي


په امریکا کې د وسلې لرل او اخستل قانوني جواز لري.
په امریکا کې د وسلې لرل او اخستل قانوني جواز لري.

د خلکو او د وسلو ضد فعالانو لخوا د امریکا پر حکومت د تیرې چهارشنبې ورځې (فبروري۱۴) راهیسې ځکه فشارونه زیات شوي چې په فلوریډا ایالت کې یو وسله وال ځوان د یو ښوونځي اوولس زده کوونکي ووژل.

د راپورونو پراساس، په امریکا کې د وسلو د استعمال له امله هرکال نژدې دیرش زره خلک وژل کیږي او شاوخوا شپیته زره زخمي کیږي. د امریکا د اساسي قانون د دوېمې مادې پراساس، په امریکا کې هره تبعه چې قانون مني، اجازه لري چې یوه وسله ولري او وګرځوي.

د امریکا په ډیرو ښارونو کې د وسلولرلو ضد لاریونونه پیل شوي دي.
د امریکا په ډیرو ښارونو کې د وسلولرلو ضد لاریونونه پیل شوي دي.

په همدې وجه د وسلو لرلو موضوع په امریکا کې ګوندي بلل کیږي. د واشنگتن پوست ورځپاڼې او ای.بي.سي نیوز تلویزیون د یوې عامه نظر پوښتنې معلومیږي چې د وسلو د کنټرول مؤضوع، گوندي مسله ده.

د دیموکرات ګوند اکثریت غړي د وسلو په ارتباط د سختو قوانینو ملاتړ کوي، خو اکثریت جمهوري غوښتونکي بیا د بندیزونو پلوي نه کوي. په نوې نظرسنجونه کې ۸۶٪ کسان چې ځانونه دموکرات بولي، ویلي چې د وسلو د کنترول سخت قوانین کیدای شو چې د فلوریدا د پیښې مخنیوی يي کړې وی. او ۶۷٪ نور نظر ورکوونکي چې ځانونه محافظه کاره یا جمهوري غوښتونکي بولي، پدې باور دي چې د سختو قوانیونو نافذیدل د ډله ایزه وژنو مخه نشي نیولې.

سپینه ماڼۍ پدې ټینګار کوي چې د وسلو د احتمالي پیریدونکو سابقه باید په دقت وڅیړل شي.

بلخوا د وسلو د مخنیوي په لاریونونو کې د روانې اونۍ د پیل راهیسې ګڼ شمیر مظاهره کوونکي د سپینۍ ماڼۍ مخ ته په سمبولیک ډول په مځکه پراته وو. د وسلو ضد دا لاریون د زده کوونکو په مشرۍ غورځنگ دی چې په ټوله امریکا کې پیل او د حکومت څخه د وسلو د کنترول غوښتنه کوي.

جمهور رئیس ډانلد ټرمپ د وسلو د درلودولو ملاتړ کوي. خو د فلوریدا په یوې لیسې کې د برید نه وروسته، د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې جمهور رئیس ټرمپ د داسې یو دوه گوندي پلان ملاتړ پیل کړې دی چې لدې وروسته دی د وسلو د پیریدونکو د سابقې د څیړنو پروسه سخته شي.

د فبروري په ۱۴ یو متعلم پدې وسلې ۱۷ زده کوونکي ووژل
د فبروري په ۱۴ یو متعلم پدې وسلې ۱۷ زده کوونکي ووژل

خو د AR-15 ډوله وسلې په اخیستو باندې بندیز لگول چې د فلوریدا برید کوونکې په قانوني ډول اخیستې وه، په دې پلان کې شامل نه دی. په ځینو نورو قضیو کې بیا تاوتریخوالی او وسلو ته لاس رسی د هغو ویدیوگیمونو له امله رامنځ ته کیږي چې تاوتریخوالی پکې ښودل کیږي.

د تعلیمي او ټولنیزکار یو متخصص ران اوی استور امریکاغږ ته وویل په نړۍ کې نور هیوداونه د درنو وسلو چې په پوځي بریدونو کې کارول کیږي تولید نلري چې په دې ډول پیښو کې د ډیرو خلکو د وژلو سبب کیږي.

داسی تمه کیږي چې جمهور رئیس ټرمپ به راتلونکې اونۍ د زده کوونکو خبرو ته غوږ ونیسي او هغه زده کوونکي چې تیره اونۍ یي په فلوریدا ایالت یوه لیسه کې ۱۷ ټولګیوال او ملګري ووژل شوو، راتلونکې میاشت په واشنتگن ډي.سي. او نورو لویو ښارونو کې لاریون وکړي.

ددی راپور ویدیي بڼه دلته لیدی شئ:

په امریکا کې د وسلوضد مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

XS
SM
MD
LG