د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په دمشق کې دایمي پوځي اډه جوړوي


غربي استخبارات وایي ایران په دویم مرکز کې توغندي ځای پرځای کړي دي.
غربي استخبارات وایي ایران په دویم مرکز کې توغندي ځای پرځای کړي دي.

د اسراېیل صدراعظم په واشنګټن کې دی او د جمهور رئیس ډانلدټرمپ سره په لیدنه کې يي په سوریه کې د ایران په حضور او مداخلو اوږدې خبرې کړي. دواړو مشرانو په سوریه کې د جمهور رئیس بشارالاسد په ملاتړ د ایراني قواو په شتون او پدې شک چې ایران غواړي په سوریه کې دایمي اډه جوړه کړي، بحث وکړ.

د اسراېیل صدراعظم سپین وویل چې ایران په منځني ختیځ کې یو لوی خطر دی او سره لدې چې دری کاله پخوا يي یوه نړیواله موافقه امظا کړه، خو تراوسه د اتومي وسلو جوړولو د هڅو لاس نه اخلي او هر ځای يي د دښمنۍ تحرکات پیل کړي دي. صدراعظم نتن یاهو د ایران وروستي اقدام د امریکا او اسراېیل دپاره ګډه ستونزه وبلله او جمهور رئیس ټرمپ ته يي وویل چې د ایران مخنیوی باید وشي.

ټرمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د خپلو میرمنو په ګډون په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.
ټرمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د خپلو میرمنو په ګډون په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

د اسراېیل او ایران ترمنځ د جګړې پیښیدلو ویرې، پدې وروستیو کې په واشنګټن او نورو ځایونو کې مقامات او څیړونکي اندیښمن کړي دي. د واشنګټن د هدسن تحقیقاتي مرکز یو غړي مائیکل پریجنټ پدې باور دی چې ایران د هر ډول قابلیت ترلاسه کولو سره، خپله ریښتینې څیره څرګندوي، دا که د توغندیو سیستم جوړول دي، که د اړتیا په وخت کې عراق، سوریې یا لبنان ته د ملیشو لیږل دي.

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جنوري۵) د صدراعظم نتن یاهو سره په لیدنه کې ایران یا سوریه یاده نه کړه، خو وی ویل اسراېیل او امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې او دفاعي برخو کې ډیره نژدې همکاري کوي.

جمهور رئیس ټرمپ خبریالانو ته دا هم وویل چې هغه به ډیر ژر بیت المقدس ته لاړ شي او هلته به د امریکا سفارت پرانیزي. د سفارت پرانستنه هغه جنجالي اقدام دی چې ټرمپ غواړي د تل افیف نه یي بیت المقدس ته بدل کړي – داسی اقدام چې نتنیاهو ټرمپ ته وویل دا کار به دی په نسلونو د یهودانو په یاد وي.

جمهور رئیس ټرمپ د ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي موافقه ردوي، چې تر ډيره يي بریتانیه، فرانسه، جرمني، اروپايي اتحادیه – چین او روسیه دیته قانع کړي چې پدې موافقې له سره غور وکړي.

خو اسرایل بیا په سوریه کې د ایران د دویم نظامي مرکز په جوړولو اندیښمن دی چې وايي د ایران القدس ملیشو د پلازمینې دمشق په لس – پنځلس کیلومترۍ کې يي جوړ کړې دی. د غربي استخباراتي معلوماتو پراساس، ایران پدې دویم مرکز کې داسی توغندي ځای پرځای کړي دي چې د اسرایلو هره سیمه پری ویشتلی شي.

راپورونو کې ویل شوي چې ایراني ملیشې په سوریې، یمن او عراق کې جنګیږي.
راپورونو کې ویل شوي چې ایراني ملیشې په سوریې، یمن او عراق کې جنګیږي.

اندیښنه يي داده چې فکر کوي په منځني ختیځ کې د ایران د وسله والې مداخلې له امله به په ټوله سیمه کې نا امني جوړه شي. په سوریه کې د ایران د نظامي حضور په اړه امریکا خپله دمخه هم اندیښنه څرکنده کړې وه.

د فبروري په وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت مشاور مک ماسټر وویل چې ایران په سوریې، یمن او عراق کې وسله والې نیابتي ډلې جوړوي چې کیدلی شي د همدغو حکومتونو پر ضد وجنګیږي. د سپینې ماڼۍ په پرونۍ لیدنه کې داسی څرګنده شوه چې اسرایل او امریکا د منځني ختیځ د سولې په پلان کې د ایران د نظامي مداخلو زیات اندیښمن دي.

ددی راپور ویدیې بڼه دلته لیدلی شئ:

په منځني ختیځ کې د ایران نظامي حضور
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

XS
SM
MD
LG