د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ټرمپ وایي شمالي کوریا به په خپلو ژمنو عمل وکړي


د ټرمپ او کیم د لیدنې خبر د جنوبي کوریا چارواکو په سپینه ماڼۍ کې تر خبرو وروسته خپور کړ
د ټرمپ او کیم د لیدنې خبر د جنوبي کوریا چارواکو په سپینه ماڼۍ کې تر خبرو وروسته خپور کړ

دا لیدنه لا نده شوې، خو که وشي په وروستیو لسیزو کې یو لوی دیپلوماتیک اقدام بلل کیږي. د امریکاغږ د موندنو پراساس، د تیرې اونۍ راهیسې چې دا لیدنه بی له کوم خطر مطرح کیدو اعلان شوه او ټوله نړۍ يي حیرانه کړه، تراوسه يي جزیات ندي معلوم شوي.

جمهور رئیس ډانلد ټرمپ د شمالي کوریا په مشر هر وخت ملنډې وهلې او ویل يي "دا توغندی ډوله سړی د ځان وژنې په لور روان دی." خو اوس جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه د سختو اندیښنو وروسته، د دیپلوماتیکو هڅو ډیر خوند اخلي او وایي ډیرو خلکو داسی ګمان کاوه چې امریکا او شمالي کوریا به سره وجنګیږي.

د ټرمپ په باور ټولې خبرې بل ډول شوي او اوس شمالي کوریا غواړو لیدنه وکړي. جمهور رئیس ټرمپ وایي دی به ورسره وګوري او ډاډ يي ورکړ چې شمالي کوریا به لدې وروسته د توغندیو ازموینې نه کوي او د اتومي وسلو به لاس اخلي. ټرمپ وایي "ددی لیدنې د وخت او ځای په اړه به تصمیم نیول کیږي. اوس وخت د ویلو څه نه لرو."

د سپینې ماڼۍ په وینا، د ټرمپ او کیم د لیدنې پلان لا په ابتدايي پړاو کې دی. د سپينې ماڼۍ یو ویاند راج شاه د ای.بي.سي دا اونۍ پروګرام کې وویل چې پدې مهمې لیدنې موافقه شوې ده او نور څه شرایط پکې ندي مطرح شوي. ویاند راج شاه پدې خبره ټینګار کړې چې شمالي کوریا باید د توغندیو یا اتومي وسلو هیڅ ډول ازموینه ونه کړي او هغوئ په عام ډول نور د امریکا او جنوبي کوریا د نظامي پلان شویو تمرینونو ضد تبصره هم نشي کولی.

جمهور رئیس ټرمپ هرځلي خپل پخواني ځای ناستي پدې ملامت کړي چې د شمالي کوریا د اتومي تهدید په مقابل کې تل ناکامه وو. خو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت پخوانی سلاکار بین روډ د ټرمپ د حکومت دا اقدام - خطرناک او بی ګټې ګڼي.

روډ وایي سیمه د اتومي وسلو پاکول یو تر ټولو لوی هدف دی او دا ناممکن دي چې شمالي کوریا به په یوه لیدنه کې پدې موافقه وکړي چې د خپلو ټولو اتومي وسلو او پرمختللو توغندیو د قابلیت نه لاس په سر شي. جمهور رئیس ټرمپ وایي دا لیدنه به وشي که نه یا به تری ځان لری کړي او یا به د شمالي کوریا په شمول ټولې نړۍ او ددی هیوادونو دپاره یوه لویه موافقه ترلاسه کړي.

د امریکا د دواړو ګوندونو سیاستوالو د پینګ یونګ ددی نیت په اړه سخت شک ښودلې، خو اکثریت وایي چې د اتومي جنجال د حل دپاره د یوې دیپلوماتیکې هڅې ردول هم دومره په اسانۍ نه شي کیدی.

ددی لیدنې وخت د مي میاشت ښودل شوی، خو د ځای په اړه يي څه ندي ویل شوي. ددی مهمې لیدنې په اړه اول ځل د جنوبي کوریا دوه مهمو امنیتي چارواکو د تیرې پنجشنبې په ورځ (مارچ۸) ناوخته په سپنه ماڼۍ کې تر لیدنې وروسته معلومات ورکړل.

جمهور رئیس ټرمپ ترهماغې ورځې وروسته په ټویټر پرله پسې پدې ارتباط لیکنې وکړې او سپنې ماڼۍ په ټوله کې کوشش پیل کړې هغه نیوکې مخکې له مخکې دفعه کړي چې وایي امریکا به ددې مهمې غونډې په بدل کې هیڅ شی ترلاسه نه کړي.

تراوسه دا نده معلوه چې د مي په میاشت کې د کیم جونګ اون سره د لیدنې نتیجه به څه کیږي، خو په جنوبي کوریا کې د امریکا یو پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د داسی لوړې کچې لیدنې ناکاميدل به کیدی شي دواړه هیوادونه (امریکا - شمالي کوریا) جګړې ته نژدې کړي.

سپینه ماڼۍ وایي امریکا دا لیدنه د یو ځواکمن قدرت په توګه کیږي او سیاسي حل د ټولو په ګټه دی. په واشنګټن کې ګڼ شمیر سیاستوال ددی لیدنې په رابطه سخت اندیښمن دي او وایي امریکا باید خپلې ټولې غوښتنې په شمالي کوریا ومني، خو دا چې شمالي کوریا به د خپل اتومي پروګرام بندولو په بدل کې د امریکا نه څه وغواړي، تراوسه ندي معلوم؟

XS
SM
MD
LG