د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې په استعمال ځان کوڼ ساتلی


د سوریې په اوه کلنه جګړه کې په زرګونو ملکي خلک وژل شوي دي.
د سوریې په اوه کلنه جګړه کې په زرګونو ملکي خلک وژل شوي دي.

د سورېې حکومتي قواو د یکشنبې په ورځ (مارچ۱۰) یوبل مهم ښار مودیرا د یاغیانو له ولکې نه ازاد کړې و. ټانکونه او عسکر د سختې بمبارۍ په ترڅ کې د مودیرا سیمې ته ورننوتل. روسیه چی د ولسمشر اسد د رژیم نظامي ملاتړ کوي وايي دا بریدونه ددې لپاره ضرور وو چی د یاغیانو د هغو بریدونو مخه ونیسي چې د دمشق پر ملکیانو ېې کوي.

د سوریې د پوځ یو قوماندان، فراس حسن رسنیو ته ویلي چې مخکې تردی چې حکومتي قوا د وسله والو ډلو پر سنگرونو هجومي حمله وګړي، اول یي پرې ډزې وکړې، بیا توپچي قواو ورته پرسنگرونو برید وکړ او څو کیلومتره پر مخ ولاړل.

امریکايي قواوې د داعش ضد جګړه کې د "سوریې د ازاد لښکر" ملاتړ کوي
امریکايي قواوې د داعش ضد جګړه کې د "سوریې د ازاد لښکر" ملاتړ کوي

حکومت د شنبی په ورځ د مسرابا له نیولو نه ورو سته د یکشبنی په ورځ دمودیرا په لور پرمختگ وکړ. خو د سورېې ازاد پوځ وايی دوئ به نه تسلیم شي او نه به له دې سیمی نه ووزي. په تیرو درو ا ونیو کې د ختیځې غوطې په روانه جگړه کې تر یوولسو ملکیانو نه زیات کسان وژل شوي دي.

داسی راپورونه رسیدلي چې د اسد رژیم د زهرجنو گازو بریدونه له سره پیل کړي دي او ګمان کیږي چې روسیې پرې غوږونه کاڼه کړي وي او په پټه خوله ورسره توافق ولري. د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جنرال جیم ماتیس د اسد رژیم او روسیې ته د زهرجنوگازو د استعمال په اړه خبرداری ورکړی دی. ماتیس ویلي، روسیه د هغه کاري تشکیل ضامنه وه چی اسد به له ټولو کیمیاوي وسلو نه ځان خلاصوي. د ماتیس په وینا کیدی شی یا روسیه بې کفایته اوسي او یا د اسد له رژیم سره پکې لاس لري - ځکه د کلورین گاز د کارولو په اړه ډیر رپوټونه رسیدلي دي.

ددفاع وزیر ماتیس دا ونه ویل چې که د اسد د رژیم له خوا د کلورین گازو د کارولو راپورونه ثابت شي نو متحد ایالات به د سورېې خلاف څه اقدامات وکړي، خو ویویل ولسمشر ټرمپ به په دې اړه هغه فیصله وکړي چې ورته مناسب ښکاري. ماتیس داهم وویل چې نور لویدیځ هېوادونه هم د امریکا سره په دې اړه خبرې کوي او روان وضعیت په ځیر څاري او د امریکا سره موافق دي.

جنرال ماتیس وویل ددې ثبوت لانشته چی کلورین گاز کارول شوي دي که نه، خو وایي چی روسېې په دې برخه کې کار وکړ چې د شریک تحقیقاتي تشکیل مخنیوي وکړي. دا هغه تحقیقاتي تشکیل دی چې د ملگرو ملتونو له خوانه تعین شوی و چې د کلورین گازو د استعمال په اړه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG