د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: پاکستان باید له امریکا سره همکاري وکړي


امریکا وایي د پاکستان نظامي امنیتي ادارې د طالبانو او نورو افراطي وسله والو پټ ملاتړ کوي.
امریکا وایي د پاکستان نظامي امنیتي ادارې د طالبانو او نورو افراطي وسله والو پټ ملاتړ کوي.

د امریکا د جمهور رئیس معاون مایک پنس د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته ویلي چې په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو وسله والو افراطي ډلو پرضد باید نور جدي اقدامات هم وکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي پنس د پاکستان د حکومت نه بیا غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو د فعالیت او شتون په اړه پوره وضاحت ورکړي.

اعلامیه کې د ښاغلي پنس په وینا لیکل شوي چې پاکستان باید په حتمي او ضروري ډول د امریکا سره له نزدې همکاري وکړي.

واشنګټن داسی ګمان کوي چې اسلام اباد د هغو ژمنو په برخه کې ډیر کم کوشش کوي چې د طالبانو د حمایت نه لاس واخلي چې د پاکستان قوي امنیتي ادارې ورسره علایق لري او مصؤنیت ورکوي او په کابل کې يي د هند د نفوذ پراخیدو په بهانه حمایه کوي.

ددی خبرو د ځای، وخت او نوعیت په اړه د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې تفیصل ندی ورکړل شوی، خو پاکستاني رسنیو لیکلي چې دا خبرې په واشنګټن کې د ښاغلي پنس په کور کې د لیدنې په وخت کې شوې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړې چې صدراعظم عباسي د مارچ په څوارلسمه د صحي درمنلې دپاره واشنګټن ته راغلی و او په همدې وخت کې يي د امریکا یو شمیر سیاستوالو سره هم خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG