د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا مکسیکو سره سرحد کې د مهاجرینو په رسېدو اندیښمنه ده


دا کډوال د ګواتیمالا، السلوادور او هندوراس هیوادونو دي او امریکا ته د ننوتلو نیت لري.
دا کډوال د ګواتیمالا، السلوادور او هندوراس هیوادونو دي او امریکا ته د ننوتلو نیت لري.

د ولسشمر ډانلد ټرمپ د جدي اخطارونو سربیره هم، د مرکزي امریکا نه د سلګونو مهاجرینو کاروان د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو سرحد ته رسیدلی.

جمهور رئیس ټرمپ په متحده ایالاتو کې د غیرقانوني کډوالو د برخه لیک نه معلومیدو ملامتي په خپلو سیاسي مخالفینو اچولې ده.

جمهور رئیس ټرمپ د مکسیکو پر حکومت انتقاد کړې چې د غیر قانوني مهاجرینو مخنوی نه کوي. خو د مکسیکو د بهرنیوچارو وزارت وایي دوئ د اوسنیو څه باندې زرو کډوالو په پروسه کې، تقریبا څلور سوه هغه کسان بیرته خپلو هیوادونو ته شړلي چې د سفر قانوني اسناد يي نه لرل. د امریکا سرحد ته اوس وخت د هندوراس، ګواتیمالا او السلوادور خلک رسیدلي او قانوني اسناد هم لري.

دا د مکسیکو په سنارا ایالت کې د جنوبي امریکا نه راغلي کډوال دي.
دا د مکسیکو په سنارا ایالت کې د جنوبي امریکا نه راغلي کډوال دي.

د دی ډلې مهاجرینو شمیر یوولس سوو ته رسیږي او اکثریت یي په جنوبي امریکا کې د هندوراس هیواد اتباع دي. دوئ د سرکونو پر غاړو پلي او ځنی يي د اورګاډو پورې نښتي مکسیکو ته رسیدلي. دوئ په مکسیکو کې یا د ترانزیت دپاره د فورمو ډکولو مشوره غواړي او یا د بشري پناه اخستو ویزې درخواست کوي.

داسی ګمان هم کیږي چې دوئ به متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه وکړي، خو ددی ډلې اکثریت داسی ښکاري چې تر چهارشنبې یا پنجشنبې (اپریل ۴ او ۵)پورې په مکسیکو سرحد کې پاتې شي.

د کډوالو دا شمیر د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په پرتلې دومره د حیرانتیا ندې، خو د جمهور رئیس ډانلدټرمپ تویتونو په مکسیکو کې ټول حیران کړي. ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په سهار او سه شنبې په سهار ولیکل چې "مکسیکو د خپل جنوبي سرحد له لارې د مهاجرینو په ورتلو او بیا متحدو ایالتونو ته په ننوتلو کې ډيره لږه همکاري کوي، یا بیخي کار نه کوي. هغوئ زمونږ د مهاجرت په قوانینو خاندي. دوئ باید د لویو مخدره موادو او ګڼ شمیر خلکو د راتلو مخه ونیسي، او یا خو به زه د هغوئ دا نغدې پيسې اخستل بند کړم چې د نافتا د قرارداد نه يي ترلاسه کوي. دیوال باید جوړ شي."

"نافټا" د شمالي امریکا د ازاد تجارت موافقه ده چې د مکسیکو، امریکا او کاناډا ترمنځ بی له ګمرکي تعرفو، تجارتي راکړه ورکړه کیږي. جمهور رئیس ټرمپ دغه موافقه د مکسیکو دپاره یوه "لنګه غوا" بولي او وایي لدې قرارداده د جنوبي امریکا هیوادونو لپاره خیریه مرستې رسیږي.

ټرمپ وایي د ټولو هغو پیسو نه چې مکسیکو يي د متحده ایالاتو له سوداګرۍ جوړوي، باید د هغو کډوالو مخه پری ونیسي چې د مکسیکو له لارې، امریکا ته دننه کیږي.

خو د مکسیکو د کورنیوچارو وزیر /الفونسو ناواریتي پریدا/ د دوشنبې په ورځ د جمهور رئیس ټرمپ دا ادعا رد کړه او ویل د اوسینو یوولس سوه کډوالو د راتلو په جریان کې يي شاوخوا څلور سوه غیر قانوني مهاجرین بیرته ستانه کړي دي.

ترڅنګ يي د مدني فعالانو د "مخکښانو" په نوم د یوې ډلې رئیس ایرینو موجیکا د جمهور رئیس ټرمپ دریځ ډیر بی مسؤلیته بللی او وایي "دا زمونږ په وړاندې د امریکا د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ لخوا ډیر بی مسؤلیته چلند دی چې فکر کوي مونږ ترهګر یوو مونږ ترهګر نه یوو!."

د مهاجرینو دغه کاروان په مرکزي امریکا کې د بی وزلۍ او شخړو له امله د مکسیکو د شمالي لارو د متحده ایالاتو سرحد ته رسیدلی او په نهایت کې پدې هیله دي چی که متحده ایالاتو کې پناه واخلي.

د ټرمپ حکومتي مقاماتو د دوشنبې په ورځ (اپریل ۲) وویل چې سپینه ماڼۍ په داسی یوې قانوني مسودې کار کوي چې له مخې به يي د متحده ایالاتو نه د ځینو غیر قانوني مهاجرینو د بیرته لیږلو پروسه ګړندۍ شي.

امریکا ځکه دا خبره کوي چې کله مهاجرین په مکسیکو کې د امریکا سرحد ته ورسیږي، هغوئ قانوني حق لري چې د امریکاحکومت ته د پناه اخستو غوښتنلیکونه وسپاري – او که چیرته ځنی غوښتنلیکونه تاید شي، دا ډول کډوال بیا ترهغې چې د ډیروکلونو په موده کې په امریکا کې قانوني اسنادو لکه (ګرین کارډ – تابعیت) اخلي، پدې پروسه کې دا ډول کسان د امریکا دننه اوسیدلی او کار هم کولې شي.

XS
SM
MD
LG