د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د نوم لیکنې بهیر گړندی شوی


په کندهار کې د ټاکنو د ولایتي کميسیون مسئولین وايې چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره د مراجعینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی.

که څه هم د نوم لیکنې د بهیر په لمړیو ورځو کې د مراجعینو شمېر کم وو خو پنځه ورځې وړاندې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق خبرداری ور کړ چې د هغه چا عریضه او نور دولتي کارونه به نه اجرا کیږي چې تذکره يې د نوم لیکنې کارت ونلري.

په کندهار کې د ټاکنو ولایتي دفتر وايې چې په پيل کې د ورځي تر څلور سوه لږ کسانو نوم لکینه کول خو په وروستیو څلور ورځو کې دا شمېر د ورځي تر لس زره کسانو هم زیاتيږي.

د نوم لیکنې د مرکزونو مخ ته په ساعتو ولاړ کسان غوښتنه لري چې د نوم لیکنې د مرکزونو او د مامورینو شمېر دي ډير شي.د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې د نوم لیکنې څلوېښت مرکزونه فعالیت لري.

تیرو انتخاباتو کې هم د کندهار ولس په ډیره څرگنده برخه اخیستې وه.
تیرو انتخاباتو کې هم د کندهار ولس په ډیره څرگنده برخه اخیستې وه.

په کندهار کې د ټاکنو دکميسیون ولایتي مسئول ډاکتر هاشم درانی وايې چې د نوم لیکنې د مرکزونو د شمېر زیات والی ناشونی کار دی.بلي خواته په کندهار کې د نسبي امنیت په وجه د ښځو چارو ریسه رقیه اڅکزی وايې چې د ښځینه رایه ورکولو لپاره د نوم لیکني په بهیر کې لس ګونه ښځینه کار کونکو پدې بهیر کې کار پيل کړی.

نوموړي اشنا رادیو ته وويل چې ولسوالیو ته به هم د نوم لیکنې لپاره همدا ښځینه مامورینې ولاړشي.د نوم لیکنې بهیر د حمل د میاشتی له ۲۵ نېټې څخه را پيل شوی چې ثور د میاشتي تر ۲۴ نېټې پوري به د یوې میاشتي لپاره د ولایاتو په مرکزونو او تر هغه وروسته د یوې میاشتي لپاره د ولسوالیو د اوسیدونکو د نوم لیکنې بهیر پيل شي.

دغه راز په کندهار کې رایه ورکولو لپاره ۲۲۵ مرکزونه ټآکل شوي چې د تيرو ټاکنو په پرتله ۶۳ مرکزونه پکښې کم شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG