د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطینیانو وژل عام قتل دی- ریاض منصور


فلسطینی مظاهره چیان په غزه کې داسرائیل سرحد ته نیژدې شعارونه ورکوي او د موټرو ټیرونه سوځوي
فلسطینی مظاهره چیان په غزه کې داسرائیل سرحد ته نیژدې شعارونه ورکوي او د موټرو ټیرونه سوځوي

په ملگرو ملتونوکې د فلسطینیانو سفیر ریاض منصور پرون دامنیت په شورې کې غږ وکړ چې پکارده د غزې په سرحد کې د اسرائیلي پوځ عملیات ودرول شي، ځکه په غزه کې د فلسطینیانو وژل قتل عام دی.

په ملگرو ملتونوکې د فلسطینیانو سفیر ریاض منصور دامنیت په شورې کې غږ وکړ چې پکارده د غزې په سرحد کې د اسرائیلي پوځ عملیات ودرول شي، ځکه په غزه کې د فلسطینیانو وژل قتل عام دی.

د فلسطین سفیر ریاض منصور غږ وکړ چې پکارده پر اسرائیلو فشار راوستل شي څو اسرائیل ته د ورداخلیدلو لارې خلاصې کړي.

د اسراییلو سره په پولې باندې په غزه کې یو ځل بیا فلسطیني مظاهره کوونکیو پر اسرائیلي عسکرو چې د اوښکې بهونکي گازو څخه ېې استفاده کوله د ډبرو گوزارونه وکړل.

د غزې قتل عام
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

پرون د مظاهره کوونکیو شمیر د دوشنبې په پرتله چې لسگونو زرو ته رسیده نن سلگونو کسانو ته را کم شوی او لږ تر لږ د دوو فلسطینانو د وژل کیدو راپور ورکړ شوی دی. د دوشنبې له ورځې راهیسې تر اوسه په تاوتریخوالي کې ۵۸ فلسطینیان ووژل شول او تر ۱۲۰۰ نه زیات نور ټپیان شول. دغې پېښې په نړیواله کچه سخت غبرگونونه پارولي دي.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د غزې او اسرائیلو په پوله په لسګونو فلسطینیان ووژل شول، د اسرائیلو او د فلسطین استازیو د ملګرو ملتونود امنیت په شورا کې پر یو بل توند انتقادونه وکړل. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اضطراري غونډه کې فلسطیني استازي ریاض منصور د اسرائیلو هغه اقدام وغانده چې نوموړي «د فلسطینیانو ډله ‎ییزه وژنه او د بشریت ضد جنایت» وباله.

په ملگرو ملتونو کې د فلسطینانو استازی رېاض منصور وویل : مونږ د امنیت پرشورا غږ کوو چې بې له ځنډه دې د دې حساسې مسلې د حل لپاره چې نړیوالې سولې او امنیت ته گواښ گڼل کیږي کار وکړي. دا شورا باید سمدستي زمونږ د خلکو ډله ایزه وژنه په خاصه توگه اوس په غزه کې بنده کړي.

په ملگرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ډاني ډانون یوه ورځ وروسته له هغه نهفلسطینیان له نړۍ وال قانون نه په سرغړونه تورن کړل چې اسرائیلي عسکرو تر ٥٠ نه زیات فلسطینیان ووژل او تر ٢٧٠٠ نه زیات ېې زخمیان کړل.

په ملگرو ملتونو کې د اسرئیلو سفیر ډاني ډنان وویل: مونږ څو میاشتې مخکې د دې وضعیت وړاندوینه کړې وه. ځکه فلسطینانو تل د تیر ایستلو تگلاره عملی کړې ده. هر ځل چې فلسطینان په تاریخ کې د بدلون راوستلو او د سولې په لار له موږ سره د تگ فرصت تر لاسه کړي، د تاوتریخوالي لاره یی غوره کوي."

د اسراییلو سفیر د حماس ډله تورنه کړه چې د ده په وینا یې د غزې خلک یرغمل کړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکی هېلي وویل: هر هغه څوک چې وایي په غزه کې تاوتریخوالی د امریکا د سفارت له وجې رامنځ ته شوی اشتباه کوي. دا تاوتریخوالی د هغو خلکو له خوانهکیږي چې د اسراییل موجودیت ردوي."

د بریتانیا او جرمني په شمول ځینو هېوادونو په‎ دې تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او په اړه یې د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې.

بلجیم او ایرلنډ له اسرائیلو نه خپل سفیران ورغوښتي. نن په پاریس کې د فلسطینیانو د وژل کیدو په وړاندې لاریون وشو.

گواتیمالا د امریکا نه وروسته دویم هیواد دی چې خپل سفارت یې بیت المقدس کې پرانیست. خو ترکیې په مؤقته توګه په عکس ‎العمل کې د اسرائیلو سفیر له انقرې ایستلی دی. اسرائیلو هم د ترکیې په وړاندې ځوابي اقدام کړیدی.ژ

XS
SM
MD
LG