د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې ٨٠٠٠ افغانان بیرته ستانه کړیدي


د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو څه کم پنځه میاشتو کې ۲۸۳ زره افغانان د ایران ، پاکستان څخه، اته زره د ترکیې او ۷۵۶ نور له یو شمیر اروپايي هیوادونو څخه په خپله خوښه او د ستنیدونکو د رضا پرته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو د چارو سلاکار حفیظ احمد میاخیل امریکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې د ترکیې څخه د ستنو شوو افغان کډوالو په اړه وویل، چې که څه هم له دغه هیواد څخه ستانه شوي افغانان د افغانستان د دیپلوماتیکي ادارو د اسنادو پراساس ستانه شوي، چې ظاهرآ دا ښيي، چې دا شمیر افغانان پر خپله خوښه وطن ته د ستنیدلو پریکړه کړې ده.

ښاغلی میاخیل وویل " خو فشارونه او ستونزې د دې سبب ګرځي، چې دوی خپل هیواد ته راستانه شي، دا فشارونه د ترکیې د پولیسو له خوا دي، ظاهرآ دا ستنیدل داوطلبانه دي، خو دوی ستندیدلو ته اړ ایستل شوي دي".

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت دغه چارواکی وایي، چې په ترکیې د افغان مهاجرینو د ستونزو د هوارولو او د ترکیې چارو سره د یوې ګډې کاري کمیټې د جوړولو لپاره یو افغان پلاوي ترکیې ته سفر کړی او د افغان کډوالو د ستنیدلو په سر یې د دغه هیواد له چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

ښاغلی میاخیل وایي، د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت په دې مسله د خبرو لپاره ترکیې حکومت چارواکو ته بلنه ورکړې او افغانستان ته د ترکیې پلاوي د رسیدلو وروسته، چې تمه ده په نږدې ورځو کې به سفر وکړي، په دې مسله نورې خبرې هم وشي.

۷۵۶ افغانان له یو شمیر اروپايي هیوادونو نه په خپله خوښه او د ستنیدونکو د رضا پرته راستانه شوي دي.
۷۵۶ افغانان له یو شمیر اروپايي هیوادونو نه په خپله خوښه او د ستنیدونکو د رضا پرته راستانه شوي دي.

د د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د ترکیې برسیره په تیرو شاوخوا پنځه میاشتو کې د یو شمیر اروپايي هیوادونو څخه هم ۷۵۶ افغانان چې ۲۰۰ یې په زور شړل شوي هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د مطبوعاتو د چارو سلاکار د وینا له مخې ایران هم په وروستیو اونیو کې افغانستان ته د هغه شمیر افغانانو ستنولو بهیر کړندی کړی، چې دغه هیواد ته یې د قانوني اسنادو پرته سفر کړی دی.

ښاغلی میاخیل وایي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه د ایران او پاکستان څخه ۲۸۳ زره افغان وطن ته ستانه شوي، چې داوطلبانه ډول او شړل شوي افغانان په کې شامل دي. هغه وویل، ددغه شمیر زیات یې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه وویل، چې ایران هره اونۍ په اوسط ډول د لسو او یوولس زرو ترمنځ افغانان بیرته افغانستان ته ستنوي.

ښاغلي میاخیل وویل" تیره اونۍ له لس زرو او اوو سوو څخه زیات افغانان د دوو لارو نیمروز او هرات له لارې افغانستان ته شړل شوي دي".

دا شمیر افغانان په داسې حال کې افغانستان ته ستانه شوي، چې د روانې ناامنۍ ، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله یو شمیر افغانان له خپل هیواد څخه وځي. تیره اونۍ د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د هرو دریو افغانانو چې له بهرنیو هیوادونو وطن ته راستنیږي یو یې د بیلابیلو عواملو له مخې بیرته خپل هیواد څخه وځي.

په تیرو اتلس کلونو کې په زیات شمیر افغان کډوال د بهرنیو هیوادونو په ځانګړې ډول له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي ، خو اوس هم په میلیونونو افغانان په بهرنیو هیوادونو او په ځانګړې ‌ډول په ایران او پاکستان کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG