د لاس رسي وړ اتصالات

د سوداگرو د خوندیتوب شریکه کمیټه جوړه شوې


د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ دغې کميټې چې د عدلیه، کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت رئیس، لوی څارنوال او د افغان پانګوالو او د سوداګرو د ټولنو مشران په کې غړیتوب لري، خپله لومړۍ غونډه نن د یکشنبې په ورځ جوړه کړه.

د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې د دې کمیټې د جوړیدو هدف د سوداګرو، پانګوالو او د په ټوله کې د خصوصي سکټور څخه د افغان حکومت ملاتړ او په افغانستان کې د پانګونې هڅونه ښودلی ده.

دا کمیټه د خصوصي سکټور د مال، پانګې، حیثیت، کورنۍ غړو، خپلوانو د ساتنې او په دې برخه کې د امنیتي او کشفي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو په هدف جوړه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، د یکشنبې د ورځې په غونډه کې برخه والو د امنیتي ګواښونو د پیژندلو او د مخنیوي په لارو چارو هم خبرې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان سوداګر او پانګوال یوازې د سړي تښتونکو جنیاتکارو ډلو د ګواښنونو سره مخ نه دي، بلکې د ښاغلي الکوزي پر وینا امنیتي ستونزې هم د هغوی پر وړاندې د مالي زیان په ګډون ډیر ګواښونه را ولاړ کړي دي.

افغان سوداګر او پانګوال د سړي تښتونکو جنیاتکارو ډلو د ګواښونو برسیره د امنیتي ادارو د بې غورۍ شکایت هم کوي.
افغان سوداګر او پانګوال د سړي تښتونکو جنیاتکارو ډلو د ګواښونو برسیره د امنیتي ادارو د بې غورۍ شکایت هم کوي.

ښاغلي الکوزي وویل " یو خو عامه ستونزه ده، چې فرضآ په یو ښار کې پیدا کیږي یا په یو ولایت کې پیدا کیږي، په دې وروستیو ورځو کې په فراه کې په لسګونو مارکیټونه په مرمیو ولګیدل اور یې واخیست داسې مشکلات دی، یا فرضآ انتحار کیږي په یو ښار کې ننګرهار کې کابل کې بیا مارکیټ کاملآ بندیږي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د وینا له مخې تیر لمریز کال کې په افغانستان کې شاوخوا سل سوداګر، پانګوال او یا د هغوی د کورنیو غړي د وسله والو له خوا تښتول شوي وو، چې د دغه شمیر یوازې ۲۵ تنه یې د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې د سړي تښتوونکو له منګلو راخوشې شوي دي. ۶۲تنه سړي تښتوونکو ته د پیسو په ورکولو راخوشې شوي او۱۲ تنه نور د سړي تښتوونکو ډلو سره په بند کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خان جان الکوزی وایي، د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې اکثره په امنیتي پیښو کې د افغان امنیتي کارکوونکو او د افغانستان د پارلمان د غړو په څیر د جامو او موټړو څخه کار اخیستل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو د وینا له مخې په تیر لمریز کال کې د افغانستان امنیتي ادارو د افغان پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې ۵۵۳ امنیتي پیښې ثبت کړي، چې په کې د سړي تښتونې د پیښو په ګډون، وسله والې غلاوې، د موټرو تښتول او دې ته ورته اقدامات شامل دي.

د افغانستان د امنیتي چارو کارپوهان په دې باور دې، چې په سوداګرو او پانګوالو باندې د امنیتي بریدونو ترشا د اقتصادي عواملو او انګیزو ترڅنګ سیاسي انګیزي هم شته دی. د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی معین جنرال میرزا محمد یارمند امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې یو شمیر استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې پر افغان پانګوالو او سوداګرو باندې په بریدونو په افغانستان کې د پانګونې مخه ونیسي.

هغه د سوداګرو او پانګوالو په اړه د معلوماتي بانک رامنځ ته کیدل او هم د حکومت له خوا مالیاتي ادارو باندې دا منل، چې د پانګوالو او سوداګرو د شتمنیو او پیسو راز نورو ته افشا نه کړي هم د سړي تښتوونکو د پیښو په کمیدو کې اغیزمن وګڼل.

XS
SM
MD
LG