د لاس رسي وړ اتصالات

مرستندویه ملکونو د افغان امنیتي ځواکونو سره د ژمنو پخلی کړی


افغان امنیتي ځواکونو سره د افغان حکومت او د مرسته کوونکو هیوادونو د سفیرانو او استازو د "و، سي بي"په نوم د څارنې او همغږۍ بورډ په لسمه ګډه غونډه کې، چې د یکشنبې په ورځ(غبرګولی ۲۱ مه) په ارګ کې جوړه شوه ،افغانستان سره د ۲۰۲۴ کال پورې د نړیوالې ټولنې د پوځي مرستو په همغږۍ او په شفافه توګه د دغو مرستو د مصرفولو په مسلو خبرې وشوې.

د دې غونډې په پای کې د مالیې د وزارت مالي مرستیال محمد خالد پاینده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د غونډې برخه والو د افغانستان په امتیتي او دفاعي ادارو کې د اصلاحاتو روان بهیر او د مرسته کوونکو او افغان حکومت ترمنځ په دواړخیزو ژمنو خبرې وکړې.

ښاغلي پاینده وویل " په پای کې ډونران او د تمویل کوونکو هیوادونو استازو د افغانستان په کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو کارونه وستایل او هغوی ته د منلو وړ وو".

د افغان امنیتي ځواکونو سره د افغان حکومت او د مرسته کوونکو هیوادونو د سفیرانو اواستازو د "و، سي بي"په نوم د څارنې او همغږۍ بورډ ګډې غونډې د مالیې د وزیر او په نوبتي ډول د مرسته کوونکو هیوادونو د یو سفیر په ګډې مشرۍ په هرو شپږ میاشتو کې د نظامي مرستو د همغږي او شفافیت په موخه یو ځل په کابل کې جوړیږي.

ټاکل شوې د ناټو سرمشریره د جولای د میاشتې په یوولسمه او دولسمه د بیلجیم په پایتخت د بروسل په ښار کې جوړه شي.
ټاکل شوې د ناټو سرمشریره د جولای د میاشتې په یوولسمه او دولسمه د بیلجیم په پایتخت د بروسل په ښار کې جوړه شي.

اوس مهال د افغانستان د مالیې وزیر او نړیوالې ټولنې په استاز یتوب په کابل کې د هالنډ سفیر جییفري وان لیوون، په ګډه د څارنې او همغږۍ بورډ مشري کوي.

په کابل کې د هالنډ سفیر نننۍ غونډې ته په وینا کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام وغږیده او ویې ویل، چې نړیواله ټولنه به په راروانې میلادي میاشت کې د ناتو په سرمشریزه کې یو ځل بیا افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.

ښاغلي وان لیوون وویل " د جولای په میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې به د ناټو غړي هیوادونه یو ځل بیا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مالي ملاتړ د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي، د بروسل کنفرانس ته په بیا کتنې ښاغلی معین، زه فکر کوم چې په ډاډه زړه دا ویلی شم، چې د پخوا پرتله وضعیت ډیر روښانه بریښي، افغان امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تیریدلو پیاوړي کیږي او شورشیانو له خوا د سیمې د نیولو مخه نیسي".

ټاکل شوې د ناټو سرمشریره د جولای د میاشتې په یوولسمه او دولسمه د بیلجیم په پایتخت د بروسل په ښار کې جوړه شي.

تیره اونۍ په بروسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې افغانستان سره د ۲۰۲۰ کال هغه خوا د مرستو په برابرولو باندې موافقه شوې ده.

د هالنډ سفیر وویل، چې د دغو مرستو څخه هدف دادی، ترڅو افغان امنیتي ځواکونه خپلې مالي اړتیاوې پخپله پوره کړی شي.

هغه وویل، دا هدف یوازې د افغان حکومت او مرسته کوونکو ترمنځ د همغږۍ په ترڅ کې ترلاسه کیدلی شي.

په ارګ په نننۍ غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي هم خبرې وکړې او په دغو دوو وزارتونو کې یې د بهرنیو مرستو د مصرف په اړه برخه والو ته معلومات ورکړل.

په ۲۰۱۲ کې د امریکا د شیکاګو په ښار کې د ناټو په سرمشریزه کې افغانستان ته د ۲۰۲۴ کال پورې د نظامي مرستو د برابرولو ژمنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG