د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ولایت کې ټاکنې په حوزوي بڼه ترسره کیږي


په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازو، په دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کیدو په اړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې پر ضد اعتراض وکړ او دا پریکړه یې تبعیضي او د قانون خلاف وبلله.

تیره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غزني ولایت د اوسیدونکو د اعتراضونو په نتیجه کې پریکړه وکړه، چې په غزني ولایت کې به حوزوي ټاکنې ترسره کړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقیوم سجادي، چې په یوې خبري غونډه کې یې د غزني ولایت د وکیلانو په استازیتوب وینا کوله وویل، حکومت او د ټاکنو کمیسیون باید د قانوني لارو چارو پر بنسټ په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنې برخلیک روښانه کړي.

ښاغلي سجادي وویل، چې په پارلمان کې د قومونو د استازو حضور باید د دوه‌ګوني چلند پر بنسټ نه بلکې د قانون د حاکمیت له مخې وي او د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره یې د غزني ولایت په پښتون میشتو ولسوالیو کې د امنیت په راوستلو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې په ټول افغانستان کې په حوزوي بڼه ترسره شي.
ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې په ټول افغانستان کې په حوزوي بڼه ترسره شي.

څه باندې دوه میاشتې مخکې د غزني د پښتون میشتو ولسوالیو اوسیدونکو، د اعتراض په توګه د دغه ولایت د ټاکنو کمیسیون د دفتر مخې ته خیمه ولګوله، چې له امله یې په دغه ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو او د نوماندانو د نوم‌لیکنې پروسه له خنډ سره مخ شوه.

اعتراض کوونکو ویل، په تیرو ټاکنو کې له غزني ولایت څخه ولسي جرګې ته یولسو وکیلانو لاره پیدا کړه، چې ټول یې هزاره توکمي دي.

دغو اعتراض کوونکو په غزني ولایت کې د حوزوي ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار درلود، چې په نتیجه کې یې د دوشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه ولایت په دریو ټاکنیزو حوزو وویشه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې په غزني ولایت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کولو په اړه یې د اساسي قانون او د ټاکنو قانون پر بنسټ پریکړه کړې ده.

د دغه کمیسیون کمیشنر حفیظ‌الله هاشمي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د وروستۍ پریکړې له مخې اوس کمیسیون په غزني ولایت کې د رایې ورکوونکو او نوماندانو د نوم‌لیکنې لپاره چمتوالی نیسي.

جمهوري ریاست د تخنیکي ستونزو او د وخت کموالي له امله د حوزوي ټاکنو طرح رد کړې ده.
جمهوري ریاست د تخنیکي ستونزو او د وخت کموالي له امله د حوزوي ټاکنو طرح رد کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو قانون د ۳۵مې مادې پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتونو کې په حوزوي ډول د ټاکنو د ترسره کولو صلاحیت لري، خو د دغه قانون ۳۶مه ماده بیا حکم کوي، چې ټاکنیزې حوزې باید د ټاکنو له نیټې څخه ۱۸۰ ورځې مخکې وټاکل شي.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې په ټول افغانستان کې په حوزوي بڼه ترسره شي. د همدې لپاره د افغانستان د ټاکنو کمیسیون شاوخوا یو نیم کال مخکې د حوزوي ټاکنو د ترسره کولو طرح جمهوري ریاست ته واستوله

خو د ټاکنو کمیسیون شاوخو یو میاشت مخکې وویل، چې جمهوري ریاست د تخنیکي ستونزو او د وخت کموالي له امله د حوزوي ټاکنو طرح رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG