د لاس رسي وړ اتصالات

غني: کابل ښار دې په څلورو امنیتي زونونو وویشل شي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره دې، دغه ښار په څلورو امنیتي زونونو وویشي.

د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې د پرله‌پسې خونړیو بریدونو وروسته، ولسمشر غني پرون ماښام (وږي/سنبلې ۱۶) د دغې سیمې له استازو سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال، د کابل د لویدیځ او نورو زونونو د امنیت د ټینګولو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي " په دې برخه کې اخیستل شوي ګامونه کافي نه دي او لارښوونه مې کړې ده چې د کابل د لویدیځې خوا په ګډون دې کابل په څلورو امنیتي زونونو وویشل شي چې دا مهال د امنیتي همغږۍ مرکز د کابل په لویدیځه برخه کې فعال دی چې راتلونکي کې به په اساسي امنیتي مرکز بدل شي".

د کابل ښار د لویدیځې برخې له یو شمیر استازو سره دغه لیدنه وروسته له هغې کیږي، چې تیره چهارشنبه د (وږي/سنبلې ۱۴) په دغې سیمې کې د پرله‌پسې ځانمرګي برید او چاودنې له امله ۲۶ تنه ووژل شول او ۹۱ نور ټپيان شول.

ښاغلي غني دغو بریدونو ته په اشارې ویلي "د افغانستان ملي امنیت له یو سترې توطیې او ګواښ سره مخ دی او د کابل د لویدیځې خوا مسئله دغه خبره ثابتوي".

هغه ویلي، چې د کابل د لویدیځې برخې امنیت ته به د لوړ ګواښ په توګه اساسي پام وشي او هغه امنیتي تدابیر به په کې تطبیق شي، چې د کابل د شنې ساحې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

ولسمشر غني د زونونو په چوکاټ کې د امنیتي تطبیقي پلان پر ترتیبولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د خلکو په وړاندیز دې ګډه ولسي امنیتي کمیټه رامنځ ته او دغه راز، د راپور ورکولو او څارنې میکانیزم دې ورته جوړ شي.

XS
SM
MD
LG