د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزات: د طالبانو ځپلو په هدف جاغوري ته هوايي ځواک رسېدلی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د غزني پر جاغوري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د حملې شنډولو په هدف دغه ولسوالۍ ته هوايي ځواک رسېدلی دی.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا ږغ ته وویل چې د نورو قواوو استولو په اړه دا مهال د کابل په هوايي ډګر کې چمتووالی روان دی.

  • پخواني‌ معلومات

د غزني امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر جاغوري ولسوالۍ حمله کړې ده.

د جاغوري ولسوالۍ امنیه قوماندان یونس رمضاني د چهارشنبې په ورځ «لړم پر۱۶» امریکا ږغ ته وویل چې وسله والو طالبانو له څلورو طرفونو پر دغه ولسوالۍ حمله کړې چې جګړه اوس هم روانه ده.

نوموړي په رامنځته شوې جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل خو زیاته یې کړه که هوايي کمک ونه رسېږي دغه ولسوالي به سقوط وکړي.

د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري هم امریکا ږغ ته وویل چې د جاغوري ولسوالۍ په داوود او اچقول کلیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

اکبري وايي، وسله والو طالبانو په یاد کلیو کې د خلکو په کورنو کې ځای پر ځای شوي چې له امله یې ملکیانو ته هم تلفات اوښتي.

د غزني ښار یوه ځنډه په زمري میاشت کې د طالبانو د حملې پرمهال
د غزني ښار یوه ځنډه په زمري میاشت کې د طالبانو د حملې پرمهال

​نوموړي د جاغوري ولسوالۍ د ژغورلو لپاره له مرکزي حکومت څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

​وسله والو طالبانو هم د دغه ولسوالۍ په انګوري سیمه کې د نهو امنیتي پوستو د نیولو او یو شمېر امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې.

پر همدې مهال د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې جاغوري ته د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف هوايي قواوي استول شوي.

جاغوري د غزني له مرکز څخه د ۱۴۰کیلومتره په فاصله کې پرته ولسوالي ده چې څلورو طرفونو ته یې د دغه ولایت مالستان، قره باغ، مقر، ګیلان او د زابل دای چوپان او خاک افغان ولسوالۍ موقعیت لري.

غزني د کابل ـ کندهار پر لویه لار یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو شاهد وو.

دفاع وزارت: پر غزني ښار د طالبانو برید په شاتمبول شوی

وسله والو طالبانو د روان کال په زمري میاشت کې د غزني پر مرکز پراخ بریدونه وکړل چې تر شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

د غزني پر مزکر د طالبانو په حمله کې د ځاني زیان ترڅنګ عامو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم وواښتل.​

د غزني خواجه عمري ولسوال او ۹ سرتیري طالبانو برید کې وژل شوي

د همدې کال په وري میاشت کې د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ هم د طالبانو په حمله کې د خواجه عمري د ولسوال په ګډون یو شمېر سرتېري ووژل شول

XS
SM
MD
LG