د لاس رسي وړ اتصالات

ولسوال: د بغلان په بُرکه کې د ملي اردو نهه سرتېري وژل شوي


د بغلان ولایت په بُرکه ولسوالۍ کې د ملي اردو پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په حملو کې ۹ ملي اردو وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بُرکې ولسوال شمس الدین شهاب د شنبې په ورځ د «لړم پر۲۰مه» امریکا ږغ ته وویل چې یاد سرتېرې تېره شپه د دغه ولسوالۍ په «فلول» سیمه کې د وسله والو طالبانو د حملې پر مهال وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې: "ټول ۱۲تنه وو چې ۹ تنه یې وژل شوي، یو یې روغ دی او درې نور ټپیان شوي دي."

پر همدې مهال په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین بیا وايي چې په دغه نښته کې ۱۳ وسله وال طالبان او ۵ د ملي ارو سرتېري وژل شوي دي.

د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضیايي امریکا ږغ ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې ۷ وسله وال طالبان او ۳ د ملي‌ اردو سرتېري ټپيان شوي‌ هم دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، تر نښتې وروسته په سیمه کې د وسله والو طالبانو په ښخ شوي ماین کې پنځه ملکي وګړي‌ هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا د بُرکې ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې د ملي اردو ۱۴ سرتېرو د وژل او دوو امنیتي پوستو د نیولیو ادعا کړې ده.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره اوونۍ د فاع وزارت ددغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پیل شوو عملیاتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و.

تېره اوونې د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې هم د ملي اردو پر امنیتي پوستو د طالبانو په حملو کې د ملي اردو ۱۲سرتېري وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG