د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په پروني برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د میلاد نبي په مناسبت د دیني علماو غونډه کې ۵۵ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مجروح امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې ۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې د کابل ښار به اورانوس هوټل کې د میلاد نبي پر مراسمو شوي برید کې ۴۷ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي‌ دي.

پر افغان دیني عالمانو دغه حمله په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې.

پخواني معلومات

په کابل کې چارواکي وایي د اورانوس په نامه په یو هوټل کې دننه ځانمرګی برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش امریکا غږ ته وویل برید په ځايي وخت د ماښام په ۶:۱۵ کې یو ځانمرګي د عالمانو پر غونډې کړې دی.

ښاغلي دانش د رویټرز اژانس ته ویلي دي چې چې په برید کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ژوبل دي. د عامي روغتیا وزارت هم تاید کړي چې په برید کې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د وزرات د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند وحیدالله مجروح امریکا غږ ته وویلي وو چې په برید کې لږ تر لږه ٨٣ نور کسان زخمي شوي هم دي. ښاغلي مجروح ویلي چې د ٢۴ ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

ولسمشر غني دا یو تروریستي برید بللی دی، غندلی یې دی او دا یې د "پیغمبر او اسلام" د دښمنانو کار بللی دی. د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د رپوټونو له مخې په هوټل کې دننه د (میلاد النبي) مراسم روان وو. د فرانسې خبري اژانس وایي مراسم دیني عالمانو جوړ کړي وو.

د غونډې ځینو ګډونوالو رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر د غونډې په منځ کې ځان والوزوه.

د فرانسې خبري اژانس د اورانوس هوټل د مدیر له خولې لیکلي چې د غونډې پر وخت شاوخوا زر تنه د هوټل په سالون کې موجود وو.

دا په کابل کې په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د کابل پولیسو ویاند بصیر مجاهد هم د ۴٠ تنو د وژل کیدو رپوټ تائید کړی. طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي دي چې دا ډول بریدونه د "شریرو کړیو" کار دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې دا خبره کړې ده.

د کابل د ایمرجنسي روغتون مقاماتو په خپل ټویټر لیکلي چې ۴٠ تنه ټپیان یواځې دې روغتون انتقال شوي چې اوه تنه یې روغتون ته تر رسیدو دمخه مړه شوي وو.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG