د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی د سولې لپاره د جمهور رئیس غني ځانګړی استازی شو


محمد عمر داودزي د کورنیو چارو د وزیر او په ایران اوپاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه هم دنده سرته رسولې ده
محمد عمر داودزي د کورنیو چارو د وزیر او په ایران اوپاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه هم دنده سرته رسولې ده

د افغانستان د اداري چارو لوی ریاست د یکشنبې په ماښام (لیندۍ ۱۸ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جمهور رئیس غني، محمد عمر داودزی، د سولې د سیمه ییزې اجماع لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغه حکم کې ویلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې له مخې يې محمد عمر داودزی د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه د ټاکلو ترڅنګ د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رئیس په توګه هم ټاکلی دی.

محمد عمر داوزی، د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په حکومت کې پر بیلابیلو څوکیو د کار ترڅنګ د ملي یووالي د حکومت په لومړیو ورځو کې هم د کورنیو د چارود وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه په ایران او پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه هم ماموریت اجرا کړی دی.

ښاغلی داودزی د افغان حکومت د یو مخالف ائتلاف د افغانستان د ساتنې او ثبات د شورا یو عالي رتبه چارواکی هم دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا څوکۍ له نږدې دوو میاشتو راهیسې د ډاکټر محمد اکرام خپلواک له استعفی راوروسته شته پاتې وه.

ښاغلي داوزی په داسې حال کې په دغه نوي ماموریت ګمارل شوی، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې میلادي میاشتې په وروستیو کې په ژنیو کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې د وینا پرمهال د خپل دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ وسله والو طالبانو سره د سولې د یو دولس کسیز مرکچي پلاوي د ټاکلو اعلان وو.

تراوسه په رسمي ډول د دغه دولس کسیز پلاوي نومونه نه دي اعلان شوي.

XS
SM
MD
LG