د لاس رسي وړ اتصالات

ستره محکمه: په څلورو کلونو کې ۲۸۰ زره دوسیو ته رسیدنه شوې


د افغانستان ستره محکمه وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې د فساد پر وړاندې جدي او پراخه مبارزه کړې ده.

د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې دوی د رشوت اخیستلو او فساد د مخنیوي لپاره د قضایاوو د مدیریت سیسټم جوړ کړی، چې تر دا مهال څه باندې څلور سوه زره دوسیې پکې ثبت شوي دي.

ښاغلي ایمان وویل، دوی توانېدلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸۰ زره دوسیو ته رسېدنه وکړي.

ښاغلي ایمان وویل:"په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې ۲۸۱ زره قضیو ته رسېدنه شوې ده، دا په دې معنا ده چې په قضا کې هغه دوسیې چې له تېرو کلونو ورته رسېدنه نه وه شوې هغوی ټولو دوسیو ته رسېدنه شوې د قانون له مخې باید ورته رسیدنه وشي او قاضیان مکلف ګڼل شوي او د دوی له چارو نه تفتیش او نظارت کېږي".

ښاغلي ایمان همدارنګه وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې۳۴۱ تنه په فساد ککړ قاضیان، څارنوالان او مدافع وکیلان نیول شوي او قانوني چلند ورسره شوی دی.

هغه همدارنګه وویل، چې د افغانستان په کچه اویا فیصده قاضیان چې څه باندې ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي په بېلابېلو ځایونو کې تغیر او تبدیل شوي دي.

د سترې محکمې ویاند په داسې حال کې په دغه بنسټ کې له فساد سره د پراخې مبارزې په اړه څرګندونې کوي، چې دوه ورځې وړاندې د روڼتیا د څار نړیوال بنسټ د سترې محکمې په اړه د خپلې سروې ریپوټ خپور کړ.

په دغه سروې کې راغلي، چې د پوهنې وزارت او ستره محکمه او څارنوالي د افغانستان تر ټولو فاسدې ادارې دي.

خو د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان بیا د روڼتیا د څار بنسټ دغه څرګندونې ردوي او وایي، چې دغه سروې غیر عادلانه او مبهمه ده.

د افغانستان ستره محکمه ۲۵۰۰ قاضیان لري، چې ۳۰۰ تنه یې ښځینه قاضیاني دي.

XS
SM
MD
LG