د لاس رسي وړ اتصالات

پنځمه اونۍ شوه د امریکا د حکومت ځینې ادارې بندې دي


۳۱ورځ ده چې د حکومت ۸۰۰زره کارکوونکي بی معاشه رخصت یا کار کوي.
۳۱ورځ ده چې د حکومت ۸۰۰زره کارکوونکي بی معاشه رخصت یا کار کوي.

په امریکا کې د ځینو حکومتي ادارو د بندیدو یا بی معاشه کار کولو پنځمه اونۍ پیله شوې.

جمهور رئیس ټرمپ د دیوال جوړولو د پیسو ترغوښتنې ورهاخوا، نور وړاندیزونه هم لري.
جمهور رئیس ټرمپ د دیوال جوړولو د پیسو ترغوښتنې ورهاخوا، نور وړاندیزونه هم لري.

دیموکراتان لاهم د جمهور رئیس ټرمپ هغه وړاندیز ردوي چې وایي امریکا ته د غیرقانوني راغلو مهاجرینو د اوسیدو موده به موقتي تمدید کړي او د مکسیکو سره په سرحد کې د موانعو جوړولو دپاره میلیاردونه ډالرغواړي. د جمهور رئیس ټرمپ او دیموکرات ګوندو غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله کیدلې شي چې په سلګونو زره حکومتي مامورین به دویم معاش هم وانخلي.

جمهور رئیس ټرمپ اوس د دیوال جوړولو د پیسو ترغوښتنې ورهاخوا، نور وړاندیزونه هم لري. ټرمپ د مهاجرینو او غیرقانوني کډوالو د پروګرام د دری کالو تمدید خبره کوي. د ټرمپ په باور که دواړه اړخونه پدې کار کې کامیاب شي، نو کیدلی شي په دوه ګوندیز تفاهم د مهاجرت اصلاحات رامنځ ته کړي.

خو دیموکراتان په دغه پروګرام کې ټولو مهاجرینو ته دایمي مصونیت غواړي. پدې کې هغه کډوال هم شامل دي چې د پخواني جمهوررئیس بارک اوباما په حکومت کې د (ډاکا) په نوم پروګرام له لارې ورته د بیرته ستنیدو د مخنیوي په هدف پناه ورکړل شوه. مهم دیموکراتان وایي د ټرمپ دا وړاندیز ګټور ندی.

دیموکراتې سناتورې کریستین ګیلیبرانډ د ای.بي.سي. تلویزیون ته د یکشنبې په ورځ وویل دیموکراتانو دغو ټولو مهاجرینو ته د تابعیت ورکولو زمینه جوړوله. ټرمپ یوازی د یوې محدودې ډلې په باره کې خبره کوي چې ډاکه پروګرام دی او یوازی همدغو کسانو ته موقتي أقامه ورکوي. سناتورې ګیلیبرانډ وویل که جمهوررئیس ټرمپ په رشتیا غواړي چې د مهاجرت په مسله کې لوی إصلاحات راوړي، نو حکومتي ادارې دی بیرته پرانیزي او د ناتمامه کارونو د ختمولو دپاره دی د دیموکرات مشرانو سره خبرو ته کښیني.

تیرکال ټرمپ غوښتل چې همدا پروګرام ختم کړي چې اوس يي د موقتي غزولو خبره کوي او د دیموکراتانو غواړي چې د هغه د شرطونو سره موافقه هم وکړي. دیموکرت سناتور کریس مورفي په تویتر یوه مقایسوي خبره ولیکله:

"تصور وکړئ که یو څوک عمدآ په خپل موټر ستاسو کور وران کړي او بیا درته ووایي چې که پنځه میلیارده ډالره ورته ورکړې، بیرته به یي درته جوړ کړي، تاسو به ورته څه وویوئ؟"

خو د جمهوري غوښتونکو په نظر، د دیموکراتانو لخوا د نويو سرحدي مانعو مطلق ردول د حیرانتیا وړ او دوه مخې سیاست ښکاري، ځکه ادعا کوي چې په وروستیو لسیزو کې ډیرې مانع د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو حکومتونو په وخت کې جوړ شوې دي.

جمهوري غوښتونکی سناتور جیمز لنکفورډ هم د ABC THIS WEEK خپرونه کې وویل جمهور رئیسانو کلنټن، اچ. ډبلو بوش، جورج ډبلو بوش او جمهور رئیس بارک أوباما هم موانع جوړې کړي. دا هیڅکله غیراخلاقی خبره نه وه. جمهور رئیس ټرمپ په تقریبآ درې زره درې سوه کیلومتره سرحد باندې په ۳۹۲ کیلومتره مهمو ساحو کې موانع جوړې کړي.

واشنګټن
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

کله چی کانګرس بیرته په کار پیل وکړي، د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د سنامجلس او د دیموکراتانو په مشرۍ د استازو د مجلس نه تمه کیږي چې هغه تادیات تصویب کړي چې تاریخ يي په تیریدو دی.

XS
SM
MD
LG