د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د امریکا سره په قطر کې پنځمه غونډه وکړه


په قطر کې د طالبانو دفتر د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۸ پرانستل شو.
په قطر کې د طالبانو دفتر د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۸ پرانستل شو.

طالبان وایي د امریکا سره یې نن سه شنبې (جنوري۲۲) په قطر کې خبرې وکړې.

دا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ پنځمه غونډه ده.

د دوشنبې په ورځ (جنوري۲۱) د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې په داسې وخت کې روانې وې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په یو رسمي سفر دوحه ته ورسېد او د قطري مقاماتو سره يې ولیدل.

ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې صدراعظم عمران خان به کیدای شي چې د خپل سفر په وخت کې د طالبانو سره تماس ونیسي او هغوی به د افغانستان د جګړې د ختمولو په هدف د یوې سیاسي حل لارې لپاره خبرو ته وهڅوي.

د قطر تر خبرو مخکې، د طالبانو وسله والو په میدان وردګ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په یو مرکز حمله وکړه چې د افغان چارواکو په وینا ۳۶ تنه پکې ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.

هغه دیپلوماتیکې سرچینې چې د تیرو مذاکراتو په باره کې معلومات لري، امریکاغږ ته ویلي امریکا او طالبانو په ابوظبهي کې په‌دې خبرې وکړې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرحه نهایي شي.

XS
SM
MD
LG