د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار ته د لوی باروړونکو موټرو پر داخلېدو لنډمهاله بندیز


د افغانستان امنیتي بنسټونو د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت په خاطر کابل ښار ته ټولې داخلېدونکي دروازې د لوړ تناژ باروړنکو موټرو پر مخ ټولې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې یوازې مسافر وړنکي موټر کولای شي کابل ته تګ راتګ وکړي، خو باروړنکي موټر بیا نه شي کولای دغه ښار ته دننه شي.

خو د افغانستان په جنوب کې بیا د ترانسپورتي شرکتونو مسولین وایي، چې امنیتي بنسټونو دستور ورکړی، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې کابل ته د ننوتلو اجازه نه‌لري.

د"احمدشاه ابدالي" ترانسپورتي شرکت مشر حاجي احمدالله امریکا غږ ته وویل، چې پرون رسما دوی ته اطلاع ورکړل شوې، چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې کابل ته د مسافرینو تګ راتګ منع دی.

هغه وویل"موږ ته په کابل کې د پولیسو لخوا په رسمي ډول خبر راکړل شو، چې ټکټ به نه پلورو او مسافر تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د کابل کندهار پر لار تګ راتګ نشي کولای.د کابل، کندهار او هرات تر منځ زموږ د شرکت په ګډون هره ورځ تر سلو زیات مسافر وړونکي بسان تګ راتګ لري، چې د نن سهار راهیسې هیڅ موټر حرکت ندی کړی او ځینې مسافر په نماینده ګیو کې بند پاتې دي".

ویل کیږي، چې دغه تصمیم د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت ټینګښت لپاره نیول شوی دی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړي.

د ننګرهار یو اوسیدونکی معشوق الله، چې دا مهال په کندهار کې د لارې خلاصولو په تمه دی امریکا غږ ته وویل:" د کندهار له لارې اکثریت هغه مسافر چې له ایران او یاهم پاکستان څخه راځي د ټرانزیټ په شکل تیریږي خو که دغسي یوه ستونزه بیا رامنځ ته شي او لاره بنده وي مسافرو له ګڼو ستونزو په لوی لاس مخ کیږي، حکومت دي عام خلګ له ستونزو سره نه مخ کوي او د لاري بندیده د حل لار نده".

د کابل – کندهار لویې لاري ته د یوې مهمي ټرانزیټي او اقتصادي لاري په سترګه کتل کیږي.

باور دادی چې د دغې لاري یوه ورځ تړل کیدل هم د مسافرو د ستونزو ترڅنګ په مارکېټونو کې پر بیو بده اغېزه کوي.

دغه لار، چې له کابل سربیره د افغانستان جنوب له شمال سره نښلوي هره ورځ پرې ۵۰۰۰ مسافر تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG