د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کوچني اختر په مناسبت ۸۸۷ زندانیان خوشي کېږي


جمهور رئیس غني په پلچرخي زندان کې د بندیانو سره د کتنې پر وخت
جمهور رئیس غني په پلچرخي زندان کې د بندیانو سره د کتنې پر وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کوچني اختر په مناسبت به ۸۸۷ زندانیان خوشي شي.

ښاغلي نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۱۴مه» په ارګ د کوچني اختر تر لمانځه ورورسته وینا کې وویل، چې د یادو بندیانو یوه ډله به په اسد او بله ډله به یې په سنبلې میاشت کې خوشي شي.

نوموړي زیاته کړه چې د صعب العلاج بندیانو په اړه هم تصمیم نیول شوی چې د لسو ورځو په اږدو کې به یې د خوشي کولو په اړه فرمان ورکړل شي.

ښاغلي غني وویل:"په دې اساس نن د افغانستان ولس دي خبر وي چې ۸۸۷ بندیان خلاصېږي،د اختر په احترام باندې او د ولس."

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې پر مهال هم د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشي کولو امر کړی و، خو ویل کېږي چې تر دا مهاله لا نه دي خوشي شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د خوشي کېدونکو زندانیانو شمېریې د مشورتي لویې جرګې غوښتنې ته په کتو زیات کړی دی.

  • پاکستان ته سفر

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړه چې د سرطان میاشتې پر شپږمه نېټه به اسلام اباد ته سفر هم وکړي او د هغه هېواد له چارواکو سره به پر څلورو موضوعاتو په تفصیل سره خبرې وکړي.

هغه وویل، چې د دواړو هېوادونو پلاوي په پر ټاکل شوو مواردو باندې هر اړخیز کار کوي چې تر څو په اسلام اباد کې له عمران خان سره لیدنه یې«عملي پایلې ولري»

هغه وویل:"نه ډېر ژر ناهیلي کېږو او نه هیله من کېږو،باید په دقت مخته ولاړ شو تر څو یوې د لارې نقشې ته ورسېږو، چې عملي وي او د پلي کېدو اړخ یې د متقابل باور وړ وي."

ولسمشر غني او عمران خان تېره اونۍ په سعودي عربستان کې سره لیدلي و.

ټاکني

ښاغلي غني وویل، چې شفافي ټاکنې دی هم غواړي خو د ولسمشریزو ټاکنو له کاندیدانو څخه یې وغوښتل چې د ټاکنو د اخلاقي اصولو په اړه د نوموړي له ټاکنیز ټېم سره خبرې وکړي.

هغه له ټولو نظامي او ملکي چارواکو څخه وغوښتل چې د ټاکنو پرمهال بې طرفه پاتي شي.

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو له ولسمشر غني څخه غوښتي چې واک سرپرست حکومت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG