د لاس رسي وړ اتصالات

میر رحمن رحماني د ولسي جرګې رئیس وټاکل شو


تر شاوخوا دوو میاشتو جنجالونو وروسته میر رحمن رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷ تقنیني دورې رئیس و ټاکل شو.

د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره نن د میر رحمن رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې وشوې چې میر رحمن رحماني ۱۳۶ او خان محمد وردګ ۹۶ رایې یووړلې.

د ولسي جرګې نصاب نن ۲۴۵ تنه و چې د ۱+۵۰ پوره کولو لپاره بریالي نوماند باید ۱۲۳ رای وړي وای. په نننو ټاکنو کې دوې رایې سپینې او ۱۱ نورې باطلې وې.

وروسته میر رحمن رحماني د ۱۳۶ رایو په وړلو او د ۱+۵۰ په پوره کولو سره د ولسي جرګې د موقت رئیس ملک قیس نور اغا ملکزي لخوا د جرګې د رئیس په توګه اعلان شو.

د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره څلور پړاوه له جنجاله ډکې ټاکنې تر سره شوې.

په ولسي جرګه کې دا جنجالونه د غبرګولي په دوهمه هغه مهال راپیښ شوه، چې کله د میرحمن رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ د رئیس د څوکۍ د ګټلو لپاره ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې.

په دوهم پراو کې په تالار کې حاضرو ۲۴۷ وکیلانو میرحمان رحماني ته ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ته ۵۵ رایې ورکړې، چې د هغې ورځې د نصاب له مخې د ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره ۱۲۴ رایو ته اړتیا وه.

د پلټنو وروسته څرګنده شوه، چې ښاغلي رحماني ته یوه داسې رایه هم ورکړل شوې، چې د وکي د نښې ترڅنک صفر یو بل توری هم پرې لیکل شوی و.

د میرحمان رحماني پلاویانو دا رایه سمه، خو د هغوی مخالفینو یې ناسمه بلل، چې ورسره د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر جنحال نور هم اوږدو شو.

وروسته د ولسي جرګې وکیلانو پریکړه وکړه، چې د دغې جرګې د ریاست څوکۍ لپاره به له سره ټاکنې وشي.

په دریم پړاو کې میر افغان صافي، احمد جاوید جیجون او عبدالشکور واقف حکیمي ځانونه نوماند کړي و چې یوه یې هم ۱+۵۰ یو پوره نه کړای شو.

تر هغه وروسته د یاد ریاست لپار د خان آغا رضایي، خان محمد وردګ، صدیق احمد عثماني او عبدالستار حسیني ترمنځ ټاکنې تر سره شوې چې خان محمد وردګ او خان اغا رضايي د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره بل پړاو ټاکنو ته ووتل.

XS
SM
MD
LG