د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د کارگر ورځ؛ نننۍ او یوه نیمه پیړۍ مخکې کارگر


د امریکا د متحده ایالاتو خلک نن دوشنبه د سپتمبر دوهمه (وږي١١) د کارگر ورځې عمومي رخصتي لمانځي او د امریکایي کارگرانو او د هیواد په اقتصادي وده کې د هغوی د ونډې ستاینه کوي.

په امریکا کې د کارگر ورځې تاریخ ١٨٨٠ کلونو ته ورگرځي چې کله امریکایي کارگرانو د ناڅیزه معاش او ډیرو کمو روغتیایي اماناتو په بدل کې په ورځ کې ١٢ ساعته او په اونۍ کې شپږ ورځې کار کاوه. حتی په هغه وخت ماشومان هم د کاري قوې برخه و.

وروسته له هغې کارگرانو د خپل وضعیت د ښه کیدو لپاره غږ پورته کړ د امریکا مختلف ایالتونه یو د بل پسې د کارگو د معیشت او مزد په اړه قوانین تصویب کړل.

د ١٨٨۴ کال د جون د میاشتې په ٢٨ د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس یوه لایحه تصویب کړه چې د سپتمبر د میاشتې لومړنۍ دوشنه هر کال د "کارگر د ورځې" په نامه ولمانځل شي او دغه ورځ عمومي رخصتي وي.

په وروستیو کلونو کې د تکنالوژۍ د چټکې ودې او د اقتصاد د نړیوال کیدو په دلیل په امریکا کارگري اتحادیې په اقتصاد کې خپل رول او مشارکت مخ په کمیدو ویني.

خو له دې سره سره د امریکایي کارگرانو اوسني شرایط له څو لسیزو مبارزې وروسته ښه شوي دي، هغوی د ورځې اته ساعته او په اونۍ کې پنځه ورځې کار کوي او د روغتیایي بیمې سربیره په کال کې څه دپاسه دوه اونۍ با معاشه رخصِي لري. د امریکا په یو شمیر ښارونو ددغې ورځې په ویاړ رسم گذشتونه او جشنونه جوړیږي.

په امریکا کې د کارگر ورځ په غیر رسمي توگه د دوبي وروستنۍ ورځ او د تعلیمي کال پیل هم گڼل کیږي، که څه هم چې په زیات شمیر ښارونو او ایالتونو کې تعلیمي کال د اگست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG