د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: سعودي دې د تیلو پر تاسیساتو برید کوونکي رامعلوم کړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې امریکايي پوځیان د سعودي د تیلو پر تاسیساتو د حملې د ځواب لپاره “لاس په ماشه” دي.

ولسمشر ټرمپ د یک شنبې په ورځ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي "دلیل شته چې باور وکړو موږ ګرم پېژنو." . ده لیکلي چې د سعودي حکومت ته انتظار باسي چې پوه شي هغوي برید کوونکي څوک بولي.

که له یوې خوا ولسمشر د امریکايي پوځیانو د تیارسۍ خبر ورکړی له بلې خوا یو شمېر امریکايي چارواکو ایران ته د پړې ګوته نیولې ده.

د امریکا د انرژۍ وزیر رېک پېري پر "سعودي عربستان د ایران برید" غندلی دی. پیري زیاته کړې چې دا "چلند د منلو وړ نه دی او ایران باید مسؤل وګڼل شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د امریکا تورونه رد کړل چې ګواکې تهران د سعودي د تیلو پر تاسیساتو برید کړی دی.

د وزارت ویاند سید عباس موسوي ویلي چې په بریدونو کې د ایران ملامتول "د امریکا د فشار له غلطې پالیسۍ سره سمون خوري".

د یمن حوثي یاغیانو ادعا کړې چې دوي د لسو بې پیلوټو الوتکو په ذریعه، د سعودي د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو برید کړی دی.

د حوثي یاغیانو رهبر ویلي چې جنګیالیو یې "د سعودي په دفاعي سیسټم کې له کمزوریو څخه ګټه پورته کړه" او د تیلو پر چاڼځایونو یې برید وکړ.

ټرمپ: سعودي دې د تیلو پر تاسیساتو برید کوونکي رامعلوم کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG