د لاس رسي وړ اتصالات

که طالبان خپلې ژمنې عملي کړي، مونږ به خپل سرتیري وباسو - ټرمپ


د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو بیرته راوستلو وخت نیږدې شوی دی.

په اعلامیې کې د ولسمشر ټرمپ له خولې لیکل شوي: "که طالبان او د افغانستان حکومت خپلې وعدې عملي کړي نو مونږ لپاره به د خپلو سرتیرو ویستلو لپاره لاره هواره شي."

ولسمشر ټرمپ په قطر کې روان مذاکرات په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړین ګام بللی او وایي چې هیڅکله به په افغانستان کې کومې تروریستي ډلې ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

د اعلامیې په یوې برخې کې ویل شوي چې "ډیر ژر به مایک پمپیو له طالبانو سره د یوې هوکړه لیک د امضا کیدو شاهد وي او د امریکا د دفاع وزیر، مارک اسپر به د افغانستان د حکومت چارواکو سره ګډه اعلامیه خپره کړي."

سپینې ماڼۍ دغه اعلامیه په داسې وخت کې خپره کړې چې سبا ورځ په قطر کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک امضا کیږي.

XS
SM
MD
LG