د افغانستان دریم ملي پارک نورستان ته سیلانیان ور مات شوي، خو هلته د اوسېدو مناسب ځای نه شتون ورته یوه لویه ستونزه ده. دا اوس په پارون کې یو هوټل جوړ شوی دی چې ټولې څلور خونې لري، خو چارواکي وايي د سیلانیانو لپاره به د پاتې کېدو بندوبست وکړي. له پارون نه د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي دغه عکسونه چمتو کړي
د نورستان ښکلا

۱
د کانتیوا درې یوه ښکلې منظره

۲
د مرکز پارون اړوند مدنې کلي یوه ښکلې منظره، دغې سیمې ته سیلانیان د چکر او مېلو لپاره ورځي

۳
کانتیوا دره کې د بانډې یو اوسېدونکی خپل کلي ته ځي

۴
د پارون د بازار ماخستن، هلته دوکانونه له ماښام وروسته بندېږي، خو برېښنا پکې شته او ګروپونه روښانه وي