د لاس رسي وړ اتصالات

دونالډ ټرمپ بیا ټولنیزو رسنیو ته راځي


د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترڅ کې د تشدد د پیښو نه وروسته فیس بوک، ټویټر او ځینو شبکو د جمهور رئیس ټرمپ حسابونه وتړل.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترڅ کې د تشدد د پیښو نه وروسته فیس بوک، ټویټر او ځینو شبکو د جمهور رئیس ټرمپ حسابونه وتړل.

د امریکا د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ یو سلاکار ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ یو ځل بیا مجازۍ نړۍ ته راشي او پخپله ټولنیزه شبکه جوړه کړي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترڅ کې د کانګریس په ودانۍ باندې د ټرمپ د پلویانو د یرغل او تشدد د پیښو په غبرګون کې د فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر شبکو د ښاغلي ټرمپ حسابونه وځنډول او وتړل.

دغو شبکو اعلان کړی وو چې پدې شبکو کې د جمهور رئیس ټرمپ د څرګندونو له وجې خلک تشدد ته وهڅول شول چې د دغو شبکو له قانون څخه سرغړونه ده.

خو اوس جیسن میلر چې په انتخاباتي مبارزو کې د ښاغلي ټرمپ د کمپاین ویاند و، د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې ښاغلی ټرمپ به ډیر ژر په ټولنیزو شبکو کې خپل فعالیت پیل کړي.

ښاغلي میلر ویلي چې دا ټولنیزه شبکه به په راتلونکو دوه یا درې میاشتو کې فعالیت پیل کړي او هیله یې ښودلې چې میلونونه کسان به ورسره یو ځای شي.

تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د ټولنیزې شبکې په هکله نور معلومات ندي ورکړل شوي خو ښاغلي میلر ویلي چې دا شبکه به په مجازي نړۍ کې ډیر تغیرات راولي.

مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست پر مهال خپلو پلویانو ته اکثریت وخت پیغام د ټویټر د لارې رساوه.

XS
SM
MD
LG