د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د امریکایي ځواکونو په اډې ۱۴ توغندي لګیدلي، ۳ تنه یې ټپي کړي


د عین الاسد په هوایي اډې کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ د عراق پوځ او د نړیوال ائتلاف ځواکونه دیره دي.
د عین الاسد په هوایي اډې کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ د عراق پوځ او د نړیوال ائتلاف ځواکونه دیره دي.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي برید په عین الاسد هوایي اډې شوی چې د امریکا تر څنګ پکې د نړیوال ائتلاف پوځیان هم دیره دي.

د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال وین ماروتو په ټویټر کې لیکلي چې توغندي د هوایي اډې دننه او په شاوخوا کې لګیدلي او ۳ تنه پکې برسیرن ټپي شویدي.

ډګروال ماروتو دا ندي ویلي چې آیا ټپي شوي کسان امریکایي ځواکونه دي که نه.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې توغندیو د توغولو ادعا نده کړې خو د امریکا متحده ایالات یې تل ملامتي په ایران پلوه ملیشو اچوي چې په عراق کې وخت ناوخته په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي.

د دې برید نه وړاندې د دوشبنې په ورځ هم د عین الاسد په هوایي اډې ۳ توغندي لګیدلي وو خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.

د عراق پوځي چارواکي هم وایي چې په پوځي اډو د توغندیو او په چاودیدونکو موادو سمبالې ډرون الوتکو بریدونه په بې سارې توګه ډیر شویدي.

د عراق یوې پوځې سرچینې مطبوعاتو ته ویلي چې نن د چارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) په برید کې راکټ لانچر په یو وړې لارۍ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و او اډې ته نږدې په یوې زراعتي سیمې کې کشف شوی.

بل پلو په سوریه کې کردي ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي، وایي چې د دې هیواد په ختیځه برخه کې یې په یوې پوځي اډې چې د امریکا او نړیوال ائتلاف ځواکونه په کې پراته دي، د بې پیلوټه الوتکو یو برید یې شنډ کړی.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ډرون الوتکو برید د دیر الزور په ولایت کې د ال عمر د تیلو په تصفیه خانې کیده چې مخه یې نیول شویده.

د ایراني پلوه ملیشو او امریکایي ځواکونو تر منځ جنجال د هغه وخت راهیسې مخ په ډیریدو دی چې تیره میاشت امریکایي ځواکونو د عراق او سوریې تر منځ په سرحد کې یې د عراق د ایراني پلوه ملیشو ۶ غړي ووژل.

د سوریې د بشري حقونو د څاره اداره هم چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله معلومات راټولوي، وایي چې ډرون الوتکو د سوریې په ختیځ کې د مایادان د سیمې نه پرواز کړی و چې د کنټرول یې د ایران د ملاتړ نه د برخمنو ملیشو په لاس کې دی.

سل ګونه امریکایي ځواکونه د سوریې په شمال ختیځو برخو کې د کردي ملیشو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو په خلاف د جګړې لپاره دیره دي.

د دغو ملیشو یو قوماندان ژمنه کړې وه چې د خپلو ۴ غړیو د وژل کیدو بدل به د امریکا نه اخلي او ویلي یې و چې بدل به داسې نظامي عملیات وي چې ټول به یې په هکله خبرې کوي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG