د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاعي مرستو لومړۍ برخه اوکراین ته ورسیده


د اوکراین او روسیې سرحدي سیمه
د اوکراین او روسیې سرحدي سیمه

په اوکراین کې د امریکا سفارت د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۲ (سلواغې دوهمه) وویل چې د اوکراین سره د متحده ایالاتو د ۲۰۰میلیون ډالرو دفاعي مرستو لومړۍ جوپه د اوکراین مرکز کیف ته ورسیدله.

د امریکا دفاعي مرستې اوکراین ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د روانې اونۍ د سفر وروسته رسیږي او هدف یې پر اوکراین باندې د روسیې د ممکن یرغل په هکله اندیښنې دي.

روسیې چې خپل شاوخوا ۱۰۰ زره ځواکونه یې د اوکراین د پولې په اوږدو کې ځای پر خای کړي، وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري، خو د ناټو تړون او متحده ایالاتو څخه یې غوښتي چې اوکراین د ناټو غړی نشي او د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نکړي.

واشنګټن د ډسمبر په میاشت کې د اوکراین سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو دفاعي مرستو یوه مجموعه تصویب کړه.

په کیف کې د امریکا سفارت په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې: «متحده ایالات به د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره ددغه ډول مرستو کولو ته دوام ورکړي چې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د حاکمیت او د خاورې له بشپړتیا څخه دفاع وکړي.»

د اوکراین د دفاع وزیر د متحده ایالاتو ددغو مرستو څخه مننه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې اوله) په ژنیو کې سره وکتل او د اوکراین په اړه د کړکیچ د راکمولو لپاره یې په زیاتو مذاکراتو موافقه وکړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سرګي لاوروف سره د جمعې د ورځې د لیدنې کتنې وروسته وویل چې واشنګټن به راتلونکې اونۍ خپل نظریات له مسکو سره په لیکلې بڼه شریک کړي؛ هغه څرګندونې چې د دپلوماسۍ د دوام هیلې راژوندۍ کوي.

هغه وویل: «مونږ نن د کومې عمده حل لارې د لاسته راوړنې تمه نه درلودله، خو زما په باور اوس مونږ د اندیښنو د درک کولو او د یو بل د موقف په اړه یو څرګند انخور لرو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تر اوسه نه پوهیږي چې سمې لور ته یې مخه کړې که نه، خو دومره پوهیږي چې د مسکو امنیتي اندیښنو ته به ځواب وویل شي.

له دې دمخه متحده ایالاتو روسیې ته خبرداری ورکړی و چې پر اوکراین باندې یرغل به دې هیواد ته سخت تمتم شي، خو په ضمن کې یې د دپلوماسۍ له لارې د یو سوله ییرې حل لارې په موندلو ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG