د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سفارت: هند کې د افغان محصلینو د وېزو ستونزه به ژر حل شي


په هند کې افغان محصلین
په هند کې افغان محصلین

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وایي، هند ته د افغان محصلینو په انتقال او د هغه هیواد په پوهنتونونو کې له سره څخه د درسونو پیلولو په اړه یادو محصلینو ته د وېزې اخیستلو په اړه هڅې روانې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت او په دغه هیواد کې تر وروستیو تحولاتو وروسته،لسګونه افغان محصلین چې د خپلو رخصتیو لپاره افغانستان ته تللي و، د هند حکومت لخوا د لنډ مهال لپاره د وېزو بهیر بندېدو له امله بیرته هغه هیواد ته په تللو نه دي توانېدلي.

دغه سفارت د سې شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د هند دولت ژمنه کړې هغه افغان محصلین چې په افغانستان کې بند پاتې دي د وېزو ستونزه به یې د دوو میاشتو په جریان کې حل شي.

په اعلامیه کې راغلي: "په تازه ګۍ سره د هند دولت ډاډ راکړی چې د دوو میاشتو په جریان کې به د هغو یو شمېر محصلینو د وېزو ستونزه چې دا مهال په افغاسنتان کې بند پاتې دي او اوس مهال خپل درسونه په انلاین ډول تعقیبوي، حل شي."

دغه سفارت همدارنګه زیاته کړې چې د هند له پوهنتونونو او تحصلیي بنسټونو سره په تماس کې دي چې په افغانستان کې له بند پاتې محصلینو سره چې له درسونو څخه پاتې دي مرسته وکړي.

په هند کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي چې په دغه هیواد کې د فارغ التحصیله افغانانو لپاره ۷۲۴ بورسونه اخیستي دي.

یاد سفارت ویلي:"څوک چې له کالج څخه فارغ دي هغوئ به پوهنتونونه شروع کړي، چا چې پوهنتون ختم کړی هغوئ به ماستري شروع کړي او چا چې ماستري ختمه کړه هغوئ به لخیره دوکتورا پیل کړي."

په هند کې د افغانستان سفارت زیاته کړې چې اوس مهال د دغه هیواد په زیاتو پوهنتونونو کې خپل درسونه پیل کړي دي، یاد سفارت همدارنګه ټینګار کړی د هند له پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو سره په اړیکه کې دي تر څو په دغه هیواد کې پاتې یو شمېر نورو محصلینو ته هم د تحصیل زمینه برابره کړي.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې فعالیت کوي او سفیر یې هم په هغه هیواد کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د تیر حکومت له کار کوونکو څخه دی.

دا په داسې حال کیده چې تر دې مخکې یو شمېر افغان محصلینو چې تازه یې د هند بورسونو ته لار پيدا کړې، په کابل کې د هند سفارت د ودانۍ مخته لاریونونه کړي او د هند فرهنګي اړیکو له شورا څخه یې د وېزو تر لاسه کولو غوښتنه کول.

ویل کیږي سږ کال د هند بېلابېلو پوهنتونونو ته شاوخوا ۲زره افغان محصلینو لار پيدا کړې ده.خو یو شمېر یې په انلاین ډول خپلې زده کړې تعقیبوي او یو شمېر نور بیا وېزو ته په تمه دي.

د تیرو څه باندې شپږو میاشتو راپدېخوا هند په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په افغانستان کې خپل قونسلي فعالیتونه د لنډ مهاله لپاره بند کړي چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې پيدا کړي د

XS
SM
MD
LG